ایکناخبری آژانس د روسیا الیوم له قوله راپور راکړ،د امریکا د میناپولیس مامورانو هغه کس نیولی چې په دوو اور اچونې شکمن ؤؤ او وئیل کیږي چې تیره اونۍ ئې په دغه ښار کې دوه جوماتونه سوځولي دي.
د میناپولیس د پولیسو مشر د اور اچونې ددغه عامل اقدام د هیواد د مسلمانانوپه ټولنې کې د ویرې اووحشت د رامینځةکولو لپاره هڅه بللې ده.
د میناپولیس ښار د پولیسو مشر برایّن اوهارا ددې خبرې په کولو سره چې ۳۶کلن جکی رام چې دوو جوماتونو ته ئې اور اچولی ؤ نیول شوی دی البته هغه ددغه عامل دنیولو څرنګوالي ته کومه اشاره ونه کړه.
دغه اور له دې څو اونۍ وروسته رامینځةکیږي چې میناپولیس دمتحده ایالاتو په هغه لومړنی لوي ښار بدل شوی د چې اجازت ورکوي،په ورځ کې پنځه ځله د مسلمانانو د آذان غږ، په ټول کال کې د جوماتونو له سپيکرو خپور شي.
د اسلامی امریکائي اړیکو شورا ، د ۲۰۱۸کال دمدني حقوقو د راپور په عنوان سره په یوه مفصل راپور کې ،په ۲۰۱۷کال کې د جوماتونو په ضد ۱۴۴ پيښې ثبت کړي چې په هغو کې ۵۷موردونه د کرکې اونفرت له امله دي.