IQNA

د ایران د پوځي پروګرام په باب د امریکا د خارجه وزیر لمسؤنکی څرګندونې هیڅ ګټه نه لري

14:05 - April 23, 2023
د خبر لمبر: 3487230
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي د ایران د پوځي پروګرام په ارتباط د امریکا د خارجه وزیر لمسؤنکي څرکندونې د امریکائي وسلو لپاره د بازار موندنې د دوام په موخې سره وبللې.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ، دایران د خارجه وزارت ویندوي ناصر کنعاني د ایران داسلامی جمهوریت په پوځي پروګرامونو کې د خار پار د اچولو او د امریکا دنوو ایراني ضدبندیزنو په باب ددغه هیواد د خارجه وزیر د لمسؤنکو څرګندونو په غبرګون کې  ووئيل، د ایران له پوځي پروګرامونو سره په ارتباط کې د آنتونی بلینکن لمسونکي څرګندونې یوازې د سیمې د هیوادونو تریمنځ داختلاف اچونې او له ایرانه ویرونکي ماته خوړلې پروژې  ته د لمن وهلو له لارې  د امریکائي وسلو د خرڅلاؤ لپاره د بازار  موندنې د  دوام په موخې سره ترسره کیږي.

د ایران د خارجه وزارت ویندوي زیاته کړې ،د امریکا دخارجه وزیر د ناسنجول شوو څرګندونو په اپوټه د ایران اسلامی جمهوریتد ښه ګاونډيتوب د سیاست په چوکاټ کې تل د پرَدیو له لاسوهنې لیرې  د سیمې د هیوادونو دګډو ګټو  او امنیت دتامینولو لپاره پر سیمه ایزو خبرواترو ،مشارکت او ملګرتیا  ټینګار کړی او په سیمې کې مخ په وده پرمختګ او مثبت بدلونونه هم په همدې لړ کې دي.

ناصر کنعاني ټينګار وکؤ، د  ایران دفاعي پروګرام یوازې دفاعي او مخه نیونکي اړخ لري او دهیڅ یوه هیواد په ضد چې په ایران د تیري فکر نه لري ،نه دی.

د ایران د خارجه وزارت ویندوي په وروستیو لسیزو کې د امریکائي رژيم غلط او ناسنجول شوي اقدامات  په سیمې کې د بې ثباتې ،ناکرارۍ او جنګ جګړو سرچینه وبلل او زیاته ئې کړه، ددغه هیواد په ګټه ده چې د سیمې د هیوادونو په مسئلو کې خپل  غیر مسئولانه ،لاسوهونکي او تیروتي کړچارونه پریږدي او اجازت ورکړي ، د سیمې د هیوادونو په  ملګرتیااو مشارکت سره د آرامښت او ثبات پیاوړی بهیر  خپلې لارې ته دوام ورکړي.

د امریکا خارجه وزیر آنتونیو بلینکن د اپریل د شلمې په ماښام  یوځال بیا په یوې اعلامیې کې ټينګار کړی دی  واشنګټن ژمن دی ،د ایران په پوځي پروګرامونو کې دخال پار لپاره پریکنده اقدام وکړي.

د امریکا دخارجه وزیر  اشاره ، دامریکا هغو نوو بندیزونو ته اشاره ده چې ددغه  هیواد د خزانې وزارت د وسلو او ډرونز د  جوړونکو تجهیزاتو د لیږد او برابرونکي  یوه نړیوال  چینل په ضد وضع کړي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4136063/%

captcha