IQNA

د سیمې د ثبات په ټينګیدا کې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود ددریځونو قدرونه کوو

7:14 - April 29, 2023
د خبر لمبر: 3487253
ایکنا-(تهران) د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي د ایران له خارجه وزیر سره په کتنې کې  په سیمې کې د امنیت او ثبات له ټينګیدا سره په مرستې کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود ،د ایران  حکومت او ملت  د دریځونو قدرونه اوستاینه وکړه.

ایکنا خبری آژانس راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان بیروت ته د خپل سفر په دوام کې د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ له عمومي منشي سید حسن نصر الله سره لیده کاته وکړل.

په دغو لیدوکاتو کې د دوواړخیزو، سیمه ایزو حالاتو په تبیره بیا د نیواکي فلسطین د وروستیو بدلونونو په باب هم بحث او دنظر تبادله وشوه.سید حسن نصر الله په دغې کتنې کې په سیمې کې د امنیت او ثبات له ټينګیدا سره په مرستې کې د ا یران د ملت،حمومت او د رهبرۍ  د دریځونو په قدرونې سره ووئيل، نن سبا ددښمن له ډیرو زیاتو دباؤنو سره سره،په لبنان اوفلسطین کې مقاومت په ترټولو ښه اوپیاوړي او صهیونیسټي رژيم  وضعیّت هم په وروستیو کلونو کې په ترټولو بدو او کمزورو شرائطو کې ژوند کوي.

د لبنان دحزب الله غورځنګ عمومی منشي زیاته کړه ، په رامینځة شوو بدلونونو سره،یو روښانه و بریالی راتلونکی د سیمې د خلکو په انتظار کې دی.

هغه همداراز په دغې کتنې کې د ایران او عربتسان موافقه ډيره د پام وړ وبلله او پر سیمې ئې ددغې غوره موافقې  اغیزو ته هم اشاره وکړه. سید حسن نصر الله په صهونیسټي رژیم کې د اخلی ژور اختلافات او زیاتیدونکي درزونه  او ترینګلتیاوې ددغه جنایتکار رژيم د کمزورتیا نښې نښانې وبللې.

https://iqna.ir/fa/news/4137061/%D8

captcha