IQNA

افغانستان له ایران سره ترسره شوي تړون ته هماغه شان ژمن دی

15:33 - April 26, 2023
د خبر لمبر: 3487244
ایکنا-(تهران) د افغانستان د  طالب حکومت مرستیال ویندوي ووئيل،له هیرمند سین څخه  د ایران د حقابه دتحقق لپاره  ټولې ټاکنې په ایجنډا کې دي او کابل د ۱۳۵۱لمریز کال  تړون ته هماغه شان ژمن دی خو په وروستیو کلونو کې وچکالۍپر هردواړو هیوادونو ډيرې منفي اغیزې شیندلي دي.

ایکنا د تسنیم له قوله راپور راکړ،د افغانستان دطالبانو د حکومت مرستیال ویندوي بلال کریمي ووئيل، له ایران سره د هیرمند د اوبو په اړه شوي  تړون تړون ته  ژمن یوو خو  وچکالۍ  په  هردواړو هیوادونو اغیزې شیندلي دي.

په راپور کې وئيل شوي دي ، د افغانستان د  طالب حکومت مرستیال ویندوي ووئيل،له هیرمند سین څخه  د ایران د حقابه دتحقق لپاره  ټولې ټاکنې په ایجنډا کې دي او کابل د ۱۳۵۱لمریز کال  تړون ته هماغه شان ژمن دی خو په وروستیو کلونو کې وچکالۍپر هردواړو هیوادونو ډيرې منفي اغیزې شیندلي دي. هغه زیاته کړه،په افغانستان کې د حقابه په باب کومه ستونزه نشته،د ایران او افغانستان ترمینځ شوي تړون ته ژمن یوو،خو په دې دلیل چې  اوبه کله زیاتیږي او کله هم کمیږي  او دا وضعیّت له وچکالۍ سره اړه لري  او دواړه لوري ورڅخه تاوان ویني.

دا په داسې حال کې دي چې د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په همداوروستیو کې دې ته په اشارې سره چې  افغانستان  هم د ایران پر حقابه پر خپلې پابندۍ ټينګار کوي،وئيلي وو، د ځينو اقداماتو د فوري ترسره کیدا په باب مو موافقه کړې ده او د ایران له حقابه به هیڅکله هم  تیر نه شو.

 https://www.tasnimnews.com/fa/news/1402/02/06/2885317/

captcha