ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د ملې مصالحې د شورا مخکنی مشر په کابل کې د ایران له سفیر او ځانګړی استازي سره په کتنه کې د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا په ضرورت ټینګار وکړ.
عبدالله عبدالله تېره ورځ په خپل ټوییټر کې ولیکل چي په کابل کې د ایران له سفیر او ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي سره ملاقات کړی دی او د ایران د همکاریو د دوام غوښتنه یې کړې ده.
له دې مخکې د افغانستان مخکنی ولسمشر حامد کرزی هم د ایران له سفیر سره په کتنه کې د افغانستان د ستونزو د هوارولو په موخه د سیمې د هیوادونو تر مینځ د نظر د یووالې په ضرورت ټینګار کړی وو.
د افغانستان د ملې مصالحې د شورا مخکنی مشر ایران د افغانستان تاریخي دوست بللی، او په ایران کې ئې د افغان ځوانانو لپاره د تعلیمي خدماتو د وړاندې کېدو مننه کړې ده.
افغنستان اوس مهال له سختو اقتصادي ستونزو او انساني کړکېچونو څخه چي د امریکا د ۲۰ کلن نیواک په نتیجه کې رامینځته شوي دي، ځوریږي. دغه ۲۰ کلنې جګړې د افغانستان ټول بېخ بناوې له مینځه وړي دي