کد خبر: 1305482
تاریخ انتشار : ۲۸ مهر ۱۳۹۲ - ۲۰:۲۱
علی لاريجانی

په الاقصی جومات كې د كنيسې جوړول، د دې قبلې سپكاوې دی

د ايران داسلامی شورا مشر د الاقصی جومات د ودانۍ په ړنګولو او د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې دننه د يوې كنيسې په جوړولو كښې د صهيونيسټ رژيم په ناوړه او سپكاوی ډك اقدام نيوكې سره وويل دغه كار د ټولو مسلمانانو زړونه داغی كوی او دغه كار د مسلمانانو د قبلې سپكاوی دی.



د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د ايران داسلامی شورا مشر ښاغلی ډاكټر علی لاريجانی وويل صهيونيسټ جعلی رژيم د سيمې په اوسنيو شرايطو كښې فرصت غنيمت ګڼلی دی چې دا ډول اقدام وكړی .


د ايران د اسلامی شورا مشر همدا راز د اټومی خبرو اترو به اړه وويل كه چيرې پارلمان احساس كړی چې پينځه جمع يوه ډله دوه ګوڼه او نه توجيه كونكی روده لری نو د اټومی فعاليتونو د تنوع په زمينه كښې به ضروری مقررات تصويب كړی.


ښاغلی علی لاريجانی نن په يوې وينا كښې په اټومی خبرو كښې په اوسنۍ سياسی فضا كښې په سترو قدرتونو اعتماد كول غير عقلانی كار دی وويل ننۍ دنيا بې شكه له ډول ډول بې عدالتيو سره مخ ده او كوچنۍ بيلګه یې هم د ايران په اټومی مسلې كښې د سترو قدرتونو په دوه ګوڼه كړچار كښې ليدلی شو .


علی لاريجانی ټينګار وكړ دګوډاګيو ديكتاتورانو تپل ، دمسلمانانو دمالونو چورتالان كول ، په فلسطيينانو ظلم او دجنګونو په پيلولو كښې په ايران او نورو ملتونو دامريكا ظلمونه متنوع دی او په داډول سياسی فضا كښې په داډول قدرتونو د سياسی اعتماد كول غير عقلانی كار دی .


دايران دپارلمان مشر وويل ايران داټومی انرژۍ دنړيوال ا ژانس او داټومی وسلو دتوليد او پراختيا دبنديز دتړون اين پی ټی غړی دی او ضروری نه ده چې دايران لپاره خاص مقرارت تدوين شی نوځكه خو ددغو ضوابطو او مقرراتو رعايتول بايد دخبرواترو معيار ووسی .


1304905


captcha