د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتی دفتر له مخې چې د د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر، د پنج شنبې پر بیګا د روسیې له ولسمشر، ولادیمیر پوتین سره په ټلفونی خبرو اترو کې د بیشکک په غونډه کې ددواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ د شویو موافقو د عملی کولو او تعقیبولو په لړ کې ترسره شوې، وویل : دواړه لوری باید د مهمو سیمه ییزو مسایلو، سیمه ییزو او نړیوالو بدلونونو جاجولو ترڅنګ، د شویو موافقو د ژر تر ژره عملی کېدو لارې چارې وڅېړی.
دواړو ولسمشرانو په دې خبرو کې، په ټولو برخو کې ددواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ، د ایران او روسیې د اړیکو د پراختیا لپاره نوې لارې چارې وجاجولې.
د روسیې ولسمشر ډاکټر حسن روحانی ته بلنه ورکړه چې د روان کال په سپټمبر میاشت کې دې ، د روسیې په آستار اخان کې د خزر د څنډې هېوادونو د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړی.
1386805