قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، غربی آسیا څانګه، حجت الاسلام والمسلمین حیدر علی هاشمی، د مزار شریف د ښار سلطانیه جومات کښې د جمعه د لمونځ خطیب د جمعه په خطبه کښې وویل: نن اسلامی نړۍ د سختو او شدید ستونزو سره مخامخ دی، او دښمنان اراده لرې چې د مسلمانانو افکار او عقاید هدف وګرځه وې او د اسلام له بېخه ویجاړ کړی.
د مزار شریف د جمعه خطیب زیاته کړه: د خپلو بچو لپاره کوښښ وکړی چې د پاکو امامانو د حدیثونو په رڼا کښې یی روزنې وکړی او له دې نه مخکښې چې نور یی ذهن ګډوډ کړی تاسو یی د هغوی مقابله ته تیار کړی.
حجت الاسلام هاشمی وویل: هدایت له هغه ځګی نه راپورته کېږې چې رذالت ترې ډډه کوې، ځنې تلویزیون چینلی دا رنګ برنامه نشر کوې چې د ځوانانو ذهن خرابه وې نو په کار دا ده چې د رسنۍ نه هم دینی او کلتوری او اسلامی او اخلاقی پروګرامونه وښودلې شې.
د سلطانیه جومات د جمعه خطیب په دویمه خطبه کښې وویل: په غزه باندې د برید نه ورسته که څوک بایلوونکې او ماتې خړوونکې دی هغه پخپله هم اسرائیل دی.
هغه ادامه کښې وویل: د وژونکو او ټپیانو شمېره دومره مخکښې د فلسطین جنګونو کښې سابقه نه لرې او د جنګ په دې مرحله کښې ډېر څه حقایق نړۍ ته روښانه شو.
حجت الاسلام والمسلمین هاشمی وویل: له دې بریدونو نه وړاندی عرب نړی ادعا لرله چې اسرائیل په حقه دی، او له خپل حق نه دفاع کوې، خو ولی د عربو هیوادونو ولس او د غیر اسلامی هیوادنو ورو ورو پرې اعتراض کول پیل کړه او د ملګرو ملتو سازمان هم مجبور شو چې دې باره کښې خبرې وکړی.
http://www.iqna.ir/fa/inter/News/1437288