IQNA

د اسرائیل په غزه باندې دوباره بریدونه:

د ملګری ملتونه نړیواله موسسې مشر د اور بند خبرو اترو ته ادامه ورکولو غوښتنه وکړه

14:37 - August 12, 2014
د خبر لمبر: 1438664
نړیواله ډله: د ملګری ملتونه نړیواله موسسې مشر پرون د جمعه په ورځ، ۱۷ مرداد، پس له درې ورځو اوربند وخت پوره کېدو نه ورستو د صهیونیستی رژیم په غزه باندې برید کولو نه پس د جنګ بس کولو او د اور بند خبرې اترو ته ادامه ورکولو غوښتنه وکړه.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، آناتولی خبر خپروونکې نه په نقل، بان کی مون، د ملګری ملتونه نړیواله موسسې مشر په غره کښې ځواکونو مضر کارونو پایی ته رسولو او دو اړخیزه د اوربند په هکله په قاهره کښې خبرې اترې کولو باندې ټینګار وکړو.

هغه ټینګار وکړو: د دې کړکېچو نه را وتلو او خبرو اترو کښې پرمختګ لپاره او د اوربند موده اوږدول ضروری ده.

بان کی مون زیاته کړه: د خلکو نور خوږ او قربانېدل نور نه زغملې کېږې.

صهیونیستی رژیم بیا خپل بریدونو آغاز کړی، په دې ۱۷ ورځو کښې تر اوسه تقریباْ ۲ زره فلسطینیان وژلی شوی او تقریباْ ۱۰ زره کسان ټپی دې چې دا ټپی کسان د علاج معالجه اسباب نشتتیا له سببه سخت ستونزو سره مخامخ دی.

همدارنګه په زرګونو کورونه په غزه کښې ویجاړ شوی.

همدارنګه راپور ورکړی شوې چې په غزه کښې سلو کښې ۷۰ کسان د څښلو اوبو ته رسی نشته.

د فلسطین د اوبو اداری اعلان کړی: غزه کښې  ۷۰ فیصد د اوبو پایپونه بمباری سره تباه شوې او د غزه ۱۸۰۰۰۰۰ کسان یواځې له ۳۰ فیصد ابو نه استفاده کوی.

http://www.iqna.ir/fa/News/1437100

captcha