قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الجزیره ویب پاڼه نه په نقل، حیدر العبادی چې د عراقی ولسمشر له اړخه د نور مالکی په ځې د عراق ړومبی وزیر وټاکلې شو له دې نه مخکښې د لندن اسلامی پوهنتون کښې د قرآنی پوهنو استاد وو چې قرآنی لیکنی یی هم په فعالیتی آثارو کښې لیدلی کېږې.
حیدر العبادی د لندن اسلامی پوهنتون کښې د کال ۱۹۹۹ نه تر ۲۰۰۳ پورې د قرآن پوهنې، د احکامو آیات او تفسیر ښودلو او هم په دارنګه کارونو کښې مشغول وو.
العبادی په مختلفو موضوعاتو باندې لکه اسلام د دموکراسی په مقابله کښې او د امت واحده مطلب او تعصب، لږ د قرآنی پوهنو په اړه(المختصر فی علوم القرآن)، او انګلیسې ژبه کښې د تفسیر، د احکامو آیات، اسلامی عقیدې او ... باندې څړنی او لیکل کړی.
ژوند لیک:
حیدر العبادی په کال ۱۹۵۲ میلادی کښې د عراق په بغداد ښار کښې زېږېدلی وو، هغه د بغداد ټیکنالوجی پوهنتون نه په برقی انجنیری کښې د لسانس مدرک اخیستلی.
سیاسی فعالیتونه:
العبادی ۱۵ کلنی وو چې په کال ۱۹۶۷ کښې د الدعوه حزب غړی شو، او په عراق کښې یی حزبی او غیر حزبی فعالیتونه کول.
هغه اوس هم د الدعوه حزب د سیاسی دفتر ویندوى او د دې حزب د مشرانو شورا غړی دی. العبادی د جزب الدعوه د ویندوی په توګه په انګلیس او د بهرنی هیوادونو کښې د بعث رژیم جنایات او د عراق او د دې هیواد د ملت نه د دفاع کولو ذمه اخیستلی وه، او په داسې وخت کښې یی چې اکثره هیوادونه د بعث په جنایاتو باندې چپ وو نړیوالو غونډو ته او د ملګرو ملتو سازمان ته د عراقی ولس د مظلومیت چیغه ور ورسوله .
په کال ۱۹۸۳ کښې د العباد پاسپورټ د عراق له بعث اطلاعاتو له اړخه د صدام سره مخالفت کولو باندې باطل شو.
د عراق رژیم بعث په کال ۱۹۸۲ کښې د العاری دوه روڼه چې یو په پوهنتون کښې استاد وو او بل یو په حکومت کې کارمند وو د حزب الدعوه کښې نوم لرلو په شک باندې اعدام کړل او په ۱۹۸۱ کښې یو بل ورور چې طبی پوهنتون کښې یی د دویم کال محصل وو په هم دغه شک بندی کړو چې تر لسو کاله په زندان کښې پروت وو.
http://www.iqna.ir/fa/News/1439021