قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) له راپور د مخې، د «Reuters» خبر ورکوونکې نه په نقل، د هندو ملی ګوند(آر. اس. اس) یو فعال غړی د یوې مسیحی کورنۍ د دین بدلولو په مراسمو کښې اعلان وکړو: د هندوانو فعالیت تازه شروع شو او مونږ به راروان ۱۰ کالو کښې ټول مسلمانان او مسیحیان هندوان کړو.
هغه زیاته کړه: مونږ به د هندوستان ټولنه پاکه وو، مونږ به اجازت ور نکړو چې د کلیسا او جوماتونو دسیسه په هندوستان کښې کامیابه شی، د هندوانو نور ګوندونه هم په هندو مذهب قبولو باندې ټینګار کوی، او د نورو مذهبونو په دې هیواد کښې شتون باندې اعتراض کوی.
په دې وخت کښې د ولسو یوه په پنځمه حصه ۱میلیارد او ۲۷ملیون کسان په هند کښې د مسلمانان دی، د یو غیر رسمی شمېر په توګه په هندوستان کښې ۱۷۵ ملیون مسلمانان ژوند کوی.
د هندوانو تاوتریخوالی ټولنه آر. اس. اس سر منشی موهان بهاګوات چې د نارندرا مودی له ملګرو نه دی هم په خپلو بیانونو کښې هندوان د نورو مذهبونو په خلاف راپارونو کوښښونه کړی.
هغه تېره میاشته اعلان کړی وو: لکه څه رنګه چې د برتانیه خلک برتانی دې، د جرمنی خلک جرمن دی، او د امریکه خلک امریکایی، نو هم دا رنګه د هندوستان خلک هندو دی.
د هغه دا اعلان د مسلمانانو او د مسیحیانو زړونه خپه کړی.
نارندرا مودی د هندوستان اوسنی ړومبی وزیر د ماشومتوب نه هم د دی ټولنه (آر. اس. اس) غړی دی.
http://www.iqna.ir/fa/News/1447940