IQNA

مسجد الحرام او مسجد النبی صلی الله علیه وآله وسلم:

د حج طرحه له نن نه شروع شوه

9:23 - September 13, 2014
د خبر لمبر: 1449247
نړیواله ډله: د دې کال(۱۴۳۵ هجری قمری) حج کښې د بیت الله شریف زائرانو خدمت کولو طرحه نن په مسجد الحرام او مجد النبی صلی الله علیه وآله وسلم کښې شروع شوه


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ناس انټرنیټی ورځ پاڼه نه په نقل، د ۱۵ زرو نه زیات کسان(ښځې او سړی) د دې حج طرحه پیل کولو لپاره په مسجد الحرام او مسجد النبی صلی الله علیه وآله وسلم کښې مرسته کوی.

دا طرحه به تر ۳۰ ذی الحجه پوری ادامه لرې، چې په کښې د پوهنې، مرسته، خدمت کولو او رسنۍ او نظارت کولو پروګرامونه شامل دی، په دې طرحه کښې به د مسجدالحرام شمالی انګړ هم شامل وې، د پوهنې لپاره الکټرونکې او لاس لیک بورډونه د زائرانو مرسته لپاره لګول هم د دې پروګرامونو یوه برخه ده.

د دې طرحه نه پس به د مسجدالنبی ټولې دروازې چې له سلو نه زیاتې دی شپه ورځ کولو وی چې زائرانو ته تګ را تګ کښې مسئله نه وې.

د مسجد النبی د اختر د ورځې خطبه به په څلورو ژبو کښې انګلیسې، اردو، مالاوی او فرانسوی کښې له انټرنیټی ریډیو او ویب سایټونو نه په ۲۶ پاڼو  کښې خپرول هم د دې پروګرامونو برخه ده.

http://www.iqna.ir/fa/News/1448798

captcha