قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د الجزیره اطلاع رسوونکې پاڼه نه په نقل، د چین امنیتی ځواکونو دې بهانه سره چې د سین کیانګ ایالت قرآنی مرکز غیر قانونی دی، په دې مرکز باندې برید کړې او ویلې دې چې تر ۱۹۰ ماشومانو ته چې دې مرکز کښې به یی قرآنی زدکړې کولې ازاد کړی.
امنیتی اداره اعلان کری چې په دې برید کښې د سین کیانګ ۲۶ قرآنی مرکزونو کښې د اورومچی ښار ۳۵ کسان نیولې شوی.
د اسلام خلاف عمل کښې دې امنیتی ځواکونو همدارنګه ۴۷ مرکزونه چې د هغې د وینا په مطابق غیر قانونی وو او په کښې به دین ښودنه پیل کېده په نښه کړی، خو تر اوسه د هغه ماشومانو چې د دې د وینا په مطابق ورته یی نجات ورکړی هیڅ پته او درک نه لږې.
د دې راپور له مخې، د اویغوری (د چین مسلمانانو قبیله) مسلمانانو کورنۍ د دینی زدکړو لپاره د چین له حکومت نه په پټه دې مرکزونو ته لېږل ځکه چې په مسلمانانو باندې د دین د زدکړې منښت وو.
د چین امنیتی ځواکونو هم دا رنګ په ۱۵ جنوری یو محصل له کور نه نیولې وو او د هغه کمپیوټر، موبایل او لیکنی یی لټه ولې وی.
د چین امنیتی ځواکونو دا کس په مسلمانانو کښې د جلا غوښتونکی افکار خپرولو او د جلا غوښتونکی سره فعالیت کولو او په خلکو کښې د قومی نفرت پیدا کولو باندې نیولې وو.
د سین کیانګ چې محلی نوم یی ترکستان شرقی دی اوسېدونکې مسلمانان دی او له تېرو ۶۴ کالو رسی د چین نه د جلا غوښتونکی دی.
http://www.iqna.ir/fa/News/1450479