قرآنی خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې د مجمع جهانی تقریب مذاهب اسلامی اطلاع ورکوونکې ویب پاڼه نه په نقل، د لبنان سنی مفتی شیخ عبدالطیف دریان، نوی هجری قمری کال شروع کېدو په حقله خپل یو پیغام کښې ؤ ویل: اسلام د زیاتو ډله ډلبندی سره او د افراطی او تکفیری ډلو په دی کښې را پیدا کېدو سره او د اسلام په نوم باندې مرګونه کولو سره دا دین ستونزو سره مخامخ شوی.
هغه زیاته کړه: دا مذهبی او دینی جنګونه او نښتې چې په اسلامی هیوادونو کښې لیدلی شی، یواځې دې فانی دنیا کښې زیات قدرت او سلطنت تر لاسه کولو حرص لرلو له مخې دی.
شیخ دریان د تکفیری ډله نه چې د بی ګناه مسلمانان وژنې وپوښتل: تاسې دا وینو تویولو سره او دا جنایات کولو سره څرنګه به له خدای سره مخامخ کېږی؟ تاسې زیات دولت او قدرت ترلاسه کولو او خپل هدفونو ته رسیدو لپاره د اسلام له نوم نه استفاده کوی، او د هغه کسانو اطاعت کوی چې نه په دنیا او نه په آخرت کښې د دی د مرګونو او جنایتونو مسؤولیت قبوله وی، نو بس څرنګه به د خپلو جنایاتو ځواب به الله له ورکړی؟
هغه په اخیره کښې د لبنان له خلکو غوښتنه وکړه چې وحدت او والی سره دې له خپل وطن او خپل دولت نه حمایت وکړی او د قانون نافذ کولو ادارو مرسته وکړی.
http://iqna.ir/fa/News/1463621