IQNA

په سربيا كې د قم د مذهبی علومو سنټر افتتاح وشوه

14:52 - April 11, 2012
د خبر لمبر: 2302392
نړيواله ډله: د قم د مذهبی علومو سنټر د سربيا په پلازمينې بلغراد كې د خپلو فعاليتونو د پيلولو لپاره يو سنټر پرانسته.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د قم د مذهبی علومو سنټر غړې سعيد خليل لويچ د ايكنا خبريال سره په مركې كې وويل د دې سنټر د ايين نامه دمركزی كمیټۍ د منظوری نه پس ددې مياشتې په لومړۍ اوونۍ كې د خپل كار شورو كوی.
هغه زياته كړه چې د سربيا په پلازمينې كې ددې سنټر پرانستلو سره د اسلامی تعليماتو او مذهبی تحقيقاتو لپاره يو لوی ګام دی او د بلقان په سيمې كې به د اسلام د تبليغ او پراختيا سبب شی همدارنګ دا مركز به د جمهوری سربيا د اساسی قوانين په مطابق عمل كوی په دې سنټر كې به لنډې ښوونيزې دورې او علمی ناستې هم تر سره كیږی.
يادونه كوو چې ددې مركز په كتابتون كې په مختلفو ژبو عربی، فارسی او سربين كې نږدې څلور زره كتابونه موجود دی.
982484

captcha