د پريس ټی وی د خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: ګارډيئن ورځپاڼې وليكل: د ((اميد، نه نفرت)) په نامه د نژادپرستۍ د مخالفې ډلې نوی رپورټ ښودنه كوی چې انګلستان په دغه هيواد كښې د ٢٢ اسلامی ضدو ډلو د فعاليت كولو باوجود د مسلمانانو پرخلاف د افراط ګرو ډلو د پراختيا په لړ كښې يو فعال هيواد ګڼل كیږی.
دغه رپورټ د ناروی د اسلامی ضد قاتل آندرس بهرينګ بريويك له محاكمه كيدو نه يوه ورځ وروسته خپور شو كوم چې د ٧٧ كسانو د وژلو اعتراف وكړ.
بريويك د تيركال په جولائی مياشت كښې د ناروی په پلازمينه اوسلو او په يوه جزيره كښې په يوه بمی حمله او ډزو كښې ٧٧ تنه وژلی وو. دی پردغو دوو حملو باندې د اعتراف كولو باوجود ځان بې ګناه بولی و ادعا ئې وكړه چې دغه قتل عام په ناروی باندې د مسلمانانو د يوځل بيا كنټرول په وړاندې د دغه هيواد د حفاظت لپاره ضروری وو.
دغه رپورټ د انګليس دفاعی اتحاديه (E.D.L) د مسلمانانو پرخلاف د افراط ګروهنې او تندلارې توب د يو مروج كليدی عنصر په توګه معرفی كړې ده. تيره مياشت يو تحقيق وښودله چې دغه اتحاديه او په انګلستان كښې يو شمير نورې افراطی ډلې باوری دی چې د دينی لږكيو او اقليتونو پرخلاف له وسلې نه كار اخيستل جائز او نه ضروری دی. 986612