IQNA

د افغانستان د اسلامی غورځنګ غونډه:

د عبدالله مرکز جوړول د ترهګرو او د افراطی ډلو پناځای وټاکلو

8:34 - November 30, 2014
د خبر لمبر: 2613125
بهرنې څانګه: د افغانستان د اسلامی غورځنګ غونډه د سعودی عرب د دولت له اړخه په کابل کښې د ملک عبدالله په نوم باندې د اسلامی مرکز جوړول د افراطی او ترهګرو ډلو لپاره به کابل کښې یوه حجره او ناستې ځې وی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د صدای افغان(آوا)، دې غونډه یوه بیانیه کښې تاکید کړی: دا رنګه ځې نه هیڅ کله د تعلیم او روزنې او اسلامی ښودنو لپاره نشې کېدلی د دې شاته سیاسی اهداف او یو ځانګړی فکر او مقصد پټ دی.

دې بیانیه کښې زیاته کړی: د عربستان دولت هر وخت د تکفیری ډلو، وهابیانو او د ترهګرو لکه طالبانو، القاعده، بوکوحرام، الشباب، داعش، جماعت اسلامی او دا رنګه د نور افراطی ډلو نه حمایت او مالی مرسته او سیاسی ډاډګیرنه کړی چې په نړۍ څرګنده ده.

د افغانستان اسلامی غورځنګ مرکز د ملک عبدالله په نوم اسلامی مرکز به کابل کښې د عربستان د دولت له اړخه جوړولو هغه هم د عربستان د نظارت لاندې ساتلو سره مخالفت وکړو او څرګنده یی کړه چې دا رنګه کارونه د افغانستان د ملی ګټو سره مخالف کارونه دی او دا باور لری چې د دې شاته د عربستان سیاسی اهداف پټ دې.

دې غوندې به خپل بیانیه کښې څرګنده کړه: په تېره کښې هم د افغانستان سفارت خانه په کابل کښې غیر مستقیم طریقه باندې پیسه لګولو او لارو سره په لسګونو مدرسه د طالبانو لپاره په شمالی، شرقی او غربی سیمو کښې جوړې کړی، چې یوه ترې د فاریاب ولایت «ولسوالی کرزوان» مدرسه ده چې تېرو ورځو کښې د هیواد ملی پولیس نه یی څو تنه شهید کړی، دا مرکز اوس خلکو ویجاړ کړی.

په دغه بیانیه کې ویلې شوی، د افغانستان خلکو د طالبان ډلې سره د عربستان مالی، سیاسی او رسمی مرسته نه ده هېره کړی چې د بې ګناه خلکو به یی قتل عام کولو او په شمال، او بامیان او مزار شریف کښې یی د دې وحشی او د وینې تږې ظالمانو طالبانو ظلم نه دې هېر کړی.

د دې بیانیه په اخیره کښې تاکید کړی: د افغانستان اسلامی غورځنګ مرکز یو ځلې بیا تاکید کوی چې د ملک عبدالله اسلامی مرکز په کابل ښار کښې د افغانستان د خلکو ګټه لپاره نه دې او ضرر او زیان لری،  او د جمهوری اسلامی افغانستان حکومت نه غوښتنه کوی چې په دې اړه دی په خپلې فیصلې بیا نظر واچه وې.

http://iqna.ir/fa/inter/News/2612646

captcha