قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) آسیه ناصر د پاکستان ملی مجلس استازی او د کویټه ښار د مسیحیانو لږکی ښکارندوی فرانسوی شارلی ابدو مجله کښې د پیغمبر صلی الله علیه و آله توهین محکوم کړو او وې ویل: د کویټه مسیحیانو مسلمانانو سره په اعتراض کولو کښې شریک وو او دې دا ثابته کړه چې زمونږ له نظره دا توهین محکوم دی.
هغه زیاته کړه: د دینونو احترام او د آسمانی کتابونو له نظره درنښت وړ لری، او هیڅ څوک د دې دینونو توهین حق نه لری.
هغه تاکید وکړو: هغه کسان چې دا توهین یی کړی او د ازادی نوم په نوم یی دا بهانه جوړه کړی، پوهه دی شی چې دا رنګه اقدام به حالات نور هم خراب کړی او د کلتورونو او طبقاتی شخړه زیاته وی.
د پاکستان د ملی مجلس دې استازی د ملګرو ملتونو سازمان نه غوښتنه وکړه چې له دارنګه توهین اقداماتو مخ نیوی وکړی.
http://www.iqna.ir/fa/inter/News/2720427