قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) راپور له مخې، د آوا خبرونو نه په نقل، دا غوښتنه د افغانستان د مجلس استازو د شارلی ابدو خپرونې له اړخه د پیغمبر صلی الله علیه و آله خواخوږې کاریکاتور خپرولو نه پس وکړه.
د افغانستان د مجلس استازی فضل هادی مسلم یار وو ویل: مجلس سنا د خپرونې له اړخه د پیغمبر اسلام صلی الله علیه و آله خواخوږې کاریکاتور خپرولو په غبرګون کښې خپل احتجاج د بهرنې وزارت او د دولسمشرۍ په واسطه د فرانس سفارت ته اعلان کړو.
هغه زیاته کړه: زمونږ د ولسمشر نه دا غوښتنه لرو چې دې ته پام سره چې فرانس د مسلمانانو مقدساتو هیڅ احترام نه کوی، باید سفارت یی په افغانستان کښې بند شی.
احتجاجې لیک چې په مجلس کښې د اکثریت رأی سره منظور شو د سید صفی الله هاشمی له اړخه د مجلس عمومی غونډه ته وړاندې شو.
هاشمی د شارلی ابدو دا اقدام سختی سره محکوم کړو او وې ویل: د فرانس حکومت دې د غلتیا تګلار چې پرې د نړۍ میلیاردونو مسلمانانو زړونه زخمی کړې ډډه وکړی.
یادښتونه: شارلی ابدو خپرونې له دې نه ورستو چې په دفتر یی اسلحه والو حمله وکړه یوځل بیا د پیغمبر صلی الله علیه و آله خواخوږی کاریکاتور جوړ کړل.
دا اقدام یی د اسلامی هیوادنو له اړخه په سخته محکوم شو او دا کار یی د اسلام په مخ وار وبولو.
شارلی ابدو له دې نه مخکې هم څوځله د پیغمبر صلی الله علیه و آله خواخوږی کاریکاتور نشر کړی وو.
http://iqna.ir/fa/inter/News/2726896