IQNA

د تعصب د اسلحه ډز همېشه د توهین په کارتوس شوی

6:16 - January 22, 2015
د خبر لمبر: 2743222
سیاسی ډله: حجت الاسلام و المسلمین ډاکټر روحانی دې ته اشاره سره چې له بده مرغه یو ځلې بیا د جهل، تعصب او تاوتریخوالی پټ زخمونه تازه کړل وویل: د تعصب د اسلحه ډز همېشه د توهین په کارتوس شوی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ولسمشر اطلاع ورکوونکې ویب پاڼه نه په نقل، حجت الاسلام و المسلمین حسن روحانی نن د وزیرانو غونډه کښې تاکید وکړو چې که د ازادی په نوم باندې نفرت خپورېږی نو بیا د ایمان په نوم باندې د تاوتریخوالی مخنیوی هم نشی کېدلی. د سپېځلې پیغمبر صلی الله علیه و آله یو ځل بیا توهین، په جوماتونو باندې یرغل، په ځینې هیوادنو کښې اسلامی لږتیا سره زیاتی یی محکوم کړو، او د نړۍ ټولو مسلمانانو نه یی غوښتنه وکړه چې هغې اجازت ور نکړی چې د هغوی په نوم د بې ګناهګانو وینه تله شی او د رحمت پیغمبر صلی الله علیه و آله لپاره ننګ جوړ نشی.

حجت الاسلام روحانی مغربی هیوادونو کښې د فعال او مؤثر مسلمانانو شتون یو مسلم حقیقت وګڼلو او وې ویل: نننی کلتور د ابراهیمی دینونو یعنې د یهودی، مسیحی او اسلامی پوروړی دی، نو که د یو اقلیت سره مخالفت لوی جرم وګڼلې شی او د بل اقلیت مقدساتو توهین وشی نو د هغوی نه په کار نه ده چې د تحمل انتظار ولورو.

حجت الاسلام روحانی تاکید وکړو چې د نړۍ د مسلمانانو په نظر کښې د پیغمبر صلی الله علیه و آله مقام له هغې نه ډېر اوچت دی چې دغه کسان چې د ازادی په نوم باندې له ځان نه دفاع کوی او د عقایدو او ایمان خیال نه ساتی ذهنونه یی پرې کار وکړی. هغه وویل: مونږ مسلمانان حضرت محمد صلی الله علیه و آله ته د الله زوی نه وایو هغه د الله بنده ګڼو او ایمان لرو چې هغه د الله تعالی  ترټولو محبوب بنده دی او هغه رحمت للعالمین دی او د الله لطف مظهر دی، هغه د مکارم اخلاق او عصاره خلقت دی.

http://www.iqna.ir/fa/News/2740034

captcha