IQNA

ایکنا د «محمد صلی الله علیه و آله عاشقان» کمپاین سره ضمیمه شو

8:01 - January 23, 2015
د خبر لمبر: 2749344
انټرنیټی ډله: نړیواله قرآنی خبر خپروونکې ټولنه د «محمد صلی الله علیه و آله عاشقان» کمپاین سره چې د پیغمبر صلی الله علیه و آله توهین محکوم کولو هدف سره پیل شوی وو ضمیمه شو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، څو ورځې د شارلی ابدو خپرونې دفتر باندې د ترهګری برید په سبب د توهین نه ډک کاریکاتور نشر کولو نه وې تیری شوې چې د دې پېښې پاتی کسانو په نوې شمېره کښې یو ځل بیا د توهین نه ډک د رحمت او مینې پیغمبر صلی الله علیه و آله کاریکاتور خپور کړل او د نړۍ مسلمانانو کښې غوسه او تنفر پیدا کړه.

د مسلمانانو مختلفو هیوادونو د دې ترخې پېښې محکوم کولو لپاره د انټرنیټ نه د یو مؤثر وسیلې په توګه استفاده وکړه او عمومی افکارو ته حقیقت رسولو لپاره یی د انټرنیټ مختلفو ټولنیز ویب پاڼو نه لکه فیس بوک، ټویټر او اینستاګرام کښې کمپاین وچلول او خپل اعتراض یی په کې خلکو ته ور وښودو.

هم په دغه لار کښې د هیواد د قرآن او عترت موسسو یوه اتحادیه جوړه کړه، اینستاګرام کښې صفحه جوړه کړی چې هغې د قرآنی کارکوونکو نه د ګډون غوښتنه وکړه چې په دغه دعوت باندې نړیواله قرآنی خبر خپروونکې ټولنه هم دغه کمپاین سره ضمیمه شو.

د کمپاین چې یو نړیوال کمپاین دې او د «زه د محمد عاشق یم» په نوم پیل شوی. قرآنی ټولنه به له نورو مسلمانانو او د اسلامی ایران مختلفو اقشار سره په دې غیر اخلاقی اقدام  باندې د فرانسوی شارلی ابدو سره مقابلې ته ولاړ وې.

د قرآنی ټولنې هر استازی، په دې کمپاین کښې ضمیمه کېدو لپاره اړونده انځور په اینستا کرام کښې ورکولو سره او یا هشتگ: loversofmohammad# او یا etghan@ دا په یادونه(کمینټس) کښې درج کړی او یا د اینستاګرام کښې قرآن او عترت موسسو اتحادیه پاڼه باندې نظر څرګنده کړی او یا تر په دې نښه : instagram.com/etghan د دغه کمپاین نه حمایت وکړی، د قرآنی ډلې د ګډون انځورونه هم په دغه پاڼه باندې کتلې کېږی.

همدارنګه تاسو کولې شی چې دې کمپاین سره تړلې انځورونه د اتحادیه په برېښنالیک info@etghan.ir  باندې را ولېږی، تر دی چې د اتقان په ویب پاڼه باندې او د اتحادیه اینستاګرام پاڼې باندې ورکړلې شی.

د قرآن هغه خدمتګار چې د هیواد قرآنی ټولنې استازو په توګه یی له دې کمپاین حمایت کړی او د الهی دینونو او په تیره بیا د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه و آله هر قسمه توهین یی محکوم کړی هغې کښې حجت‌الاسلام «محمد‌رضا حشمتی»، حجت‌الاسلام «حمید محمدی»، «مرتضی طلایی»، «محمدحسین صفارهرندی»، «محمدعلی خواجه‌پیری» و «محمد‌رضا داودآبادی» نومونه ته اشاره کولې شو.

http://iqna.ir/fa/News/2738894

captcha