قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د جامعه المصطفی روزنې او کلتوری مرستیال حجت الاسلام و المسلمین رضا شاکری د ټی وی یو پروګرام «گفتوگوی جمعه اخبار قرآنی» چې د قرآن سیما چینل نه نېغ په نېغه خپرېدلو څرګنده کړه: د انقلاب اسلامی نه یو کال ورستو جامعه المصطفی خپل کار د انقلاب ستر لارښود په وینا شروع کړو او چې دا ایران کښې د تعلیم او روزنو او د اهلبیت علیهم السلام علمونه خپلولو ځانګړې اداره ده. دلته د بهرنې هیوادونو خلک د دینی او اسلامی علمونو لپاره دعوت کېږی. دا المصطفی نوم دې اداره لپاره هم پخپله د انقلاب ستر لارښود خوښ کړی.
د قرآن او حدیث جشنوزمه به په درې مهارتی، روزنیزه او آثارو برخو کښې پیل کېږی
شاکری د قرآن او حدیث نړیواله شلمه جشنوزمه دوره چې د الله د ورځو یعنې د انقلاب اسلامی دهه فجر سره سم په قم کښې پیل کېږی، په دې اړه وویل: دا جشنوزمه به په درې مهارتی، روزنیزه او آثارو برخو کښې پیل کېږی چې مهارتی برخه کښې د ټول قرآن حفظ، د قرائت او ترتیل شامل دی، او روزنیزه برخه کښې موضوعی تفسیر، روزنیزه تفسیر، قرآنی مطالعات، حدیثی مطالعات، نهج البلاغه مطالعات او د صحیفه سجادیه مطلعات ته شامل دې او د آثار برخه کښې مقالې لیکنې، کتاب لیکنې او د کتاب ترجمه ته شاملېږی.
هغه ادامه ورکړه: د جشنوزمه دې دوره کښې، ۱۳ زره کسان له ایران او بهرنې هیوادونو نه شرکت کوی، ابتدایی مقابلې بهرنې هیوادونو کښې ۴۰ استازی کښې پیل شوی او دې کې بریاله کسان اخیرنی مرحلې ته داخل شوی چې دغه مرحله به د دهه فجر سره سمه پیل کېږی، په دې جشنوزمه کښې ۸۲ ملتونو کسان به ګډون کوی.
2785042