IQNA

د تبلیغی جماعت لویه اجتماع به د پاکستان بلوچیستان ایالت کښې پیل کېږی

0:35 - February 07, 2015
د خبر لمبر: 2816823
بهرنې څانګه: د تبلیغی جماعت لویه غونډه د جماعت اسلامی سیاسی ګونډ مرسته سره له 20 نه تر 22 بهمن میاشتې پوری د بلوچستان ایالت ښار سبی کښې پیل کېږی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، دا لویه اجتماع به زرګونو پاکستانی مسلمانانو او د نړۍ د نورو هیوادونو نه شرکت کوونکو په شتون کښې پیل کېږی.

جماعت اسلامی خپل یو بیانیه کښې مسلمانانو ته د قرآن او د پیغمبر صلی الله علیه و آله سنت لار د نجات لاره عنوان کولو سره له ټولو خلکو غوښتنه کړی چې په دې غونډه کښې شرکت وکړی.

د دې مراسمو اخیرنی دعا به د زیارت په ورځ ۲۳ بهمن باندې پیل کېږی.

تبلیغی جماعت په کال کښې نورې دوه لوی اجتماع یوه په پاکستان او یو په هند کښې پیل کوی.

یوه د رائیواند اجتماع چې هغه د پاکستان د رائیوند ادارې له اړخه وړاندې کېږی، رائیونډ کلې د پنجاب ایالت لاهور ښار نه په۲۵ کلومیټر کښې آباد دی، او د هند اجتماع بوپال چې د تبلیغی جماعت  نظام الدین مرکز له اړخه وړاندې کېږی چې د اجتماع پیل کېدو ځی یی بوپال دی.

2802744

captcha