IQNA

په سیمینار کښې:

اسلام او دینی افراطی ستونزې ته په نیدرلینډز کښې ځیر کتنه کېږی

12:29 - April 24, 2015
د خبر لمبر: 3200284
نړیواله ډله: نیدرلینډز «اوترخت» پوهنتون کښې (اسلام او دینی افراطی ستونزې) سیمینار پیل کېږی او د مصر مفتی اعظم شوقی علام، به د دې سیمینار تقریر کوونکې وی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د الوفد اطلاع رسوونکې بنسټ نه په نقل، د مصر مفتی اعظم شوقی علام پرون، د خپل اروپایی سفر د اسلام صحیح مخ څرګندولو، د همکاری او اړیکو پل مضبوط کولو او د مسلمانانو اقلیت تر منځه د فتواؤ په اړه پوهه خپرولو په هدف سره په ټولې نړۍ کښې شروع کړو.

د مصر د مفتی اعظم دا اروپایی سفر به د نیدرلینډز نه شروع کېږی او هغه به له دې نه پس فرانس ته ځی.

ګومان دې چې شوقی علام، د نیدرلینډز هیواد بهرنې چارو وزیر او نور ځینو د بهرنې چارو استازی کمیسون او د دغه هیواد ټولنیزه پارلمان سره کتنه وکړی.

د لایدن پوهنتون نه کتنه او په دغه پوهنتون کښې اسلامی خطی نسخې لیدل، د لایدن پوهنتون اداری شورا استازی سره او اسلامی مطالعاتو ډلې مسؤولانو، د پوهنتون تکمیل کولو محصلانو سره لید کتنه به د مصر د مفتی د نیدرلینډز سفر پروګرامونو کې شامل دی.

هغه همدارنګه به، د (اسلام او دینی افراطی ستونزې ) عنوان لاندې سیمینار کښې چې د نیدرلینډز اوترخت پوهنتون دینی مطالعات او فلسفه ډلې په مرسته پیل کېږی تقریر هم کوی.

ګومان دې چې د مصر مفتی اعظم به فرانس ته سفر کښې د دینی او ستراتیژی چارو مدیرانو، شمالی افریقا ادارې، مینځنې ختیځ، مطالعاتو مرکز او د ستراتیژی شننه د فرانس د بهرنې چارو وزارت سره تړلې سره لید کتنه کوی.

همدارنګه به د فرانس د سنا یوې غونډی کښې د (دینی غورځنګونه او په سیمه او نړۍ د ترهګری خطره او د مذهبونو ترمنځه د خبرو اترو او سره اوسېدلو مسئله او انسانی ټولنې کښې د مختلفو دینونو سوله یز فکر تیارولو هدف سره بنسټ جوړول) موضوع لاندې تقریر کوی.

http://www.iqna.ir/fa/News/3176853

captcha