قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آوا خبرونو نه په نقل، ټولنیزه کلتوری فعالیتونو مرکز تبیان مرکزی دفتر دا مقابله د نجلکیو او هلکانو ځوانانو، محصلانو، زده کوونکو او د کابل ښاریزو شرکت سره د حضرت آیت الله ناصر مکارم شیرازی استازی دفتر سالن په کابل کښې پیل کړه.
د حضرت آیت الله خامنه ای(مدظلهالعالی) رساله په دې مقابله کښې شرکت لپاره څو میاشتې مخکې د کابل ښاریانو کښې وېشلې شوی وو.
ټولنیزه کلتوری فعالیتونو مرکز تبیان مشر حجت الاسلام و المسلمین یار محمد رحمتی د پیل کوونکې مقابلې په مراسمو کښې څرګنده کړه: ډېر خوشحاله یو چې دا مقابله په بهترینه میاشته یعنې رجب میاشته کښې پیل کېږی.
رحمتی وویل: الله د ټولو مومنانو په اعمالو باندې څارونکې دی او د هر مسلمان لپاره یی یو پرښته ګرځه ولې چې د هغه څارونکې ده.
هغه وویل: هر څومره چې وې د خیر عمل کوی، دا الله سره امانت وی، او که غیر اخلاقی لږ عمل وکړی نو هغه هم له الله سره امانت وی.
د ټولنیزه کلتوری فعالیتونو مرکز تبیان مشر له شرکت کوونکو د کتاب لوستلو مقابلې نه استقبال کولو باندې مننه وکړه او د خوشحالی اظهار یی وکړو او وې ویل: د کتاب کلتور او د کتاب لوستلو کلتور یوه مسئله ده چې هېرتیا ته سپارلې شوی، هیله لرم چې دې مقابله پیل کولو سره ځوانان له دې نه استفاده وکړی او د کتاب لوستلو کلتور ژواندې کولو سره د دینی او ژوندون احکامو نه ځان خبر کړی.
هغه وویل: باور لرو چې هغه کسان چې دې مقابلو کښې چې د دین اسلام نه خبرېدو لپاره پیل کېږی، شرکت کوی، مومنان او حق دین ته تسلیم دی.
http://www.iqna.ir/fa/inter/News/3214411