قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د الصدر اطلاع رسوونکې بنسټ نه په نقل، د مقابلو دې دوره کښې ۲۳ اسلامی هیوادونو استازی به مقابله کوې او دا مقابلې به تر ۱۶ اردیبهشت ادامه لری.
تونس دینی چارو وزیر مرستیال عبدالستار بدر، وویل: د مقابلو دې دوره کښې شرکت کوونکې به دوو برخو د ټول قرآن حفظ او تجوید کښې مقابلې کوې چې په هر برخه کښې ۲۰ مقابله کوونکې شتون لری.
هغه زیاته کړه: د مقابلو د دې دوره محاکمې کمېټې کښې ۱۱ محاکمه کوونکې شتون لرې چې شپږ ترې د تونس او نور پنځه محاکمه کوونکې د نورو اسلامی هیوادونو نه دې.
عبدالستار بدر څرګنده کړه: د دې مقابلو فعالیت د تونس «باردو» ښار کښې د تونس دینی چارو وزارت له اړخه پیل کېږی.
د تونس دینی چارو وزیر مرستیال وویل: هر برخه کښې به ۱۰ مقابله کوونکې د ګټونکو عنوان سره ټاکلې کېږی چې ۱۷ اردیبهشت باندې به د تونس «قرطاج» ماڼۍ کښې د دغه هیواد ولس مشر په شتون کښې لمانځلې کېږی.
عبدالستار بدر په اخیره کښې وویل: د تونس قرآن تجوید او حفظ نړیواله مقابلې هر کال د دغه هیواد د یو عالم یا بزرګ په نامه د قرآن قرائت او حفظ برخو کښې پیل کېږی چې دا ځل ته دا دوره به د علامه المکی بن ابی طالب القیروانی په نوم پیل کېږی.
ویل کېږی: رضا ګلشاهی او محمد علی اسلامی د ایران د استازی په عنوان سره د تونس قرآنی نړیواله مقابلو ۱۴ دوره کښې ګډون لپاره شتون لری.
http://www.iqna.ir/fa/News/3248352