قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «العهد» خبرونو بنسټ نه په نقل، د «البرجاوی» حسینیه نه د «بیروت شهیدان» لمانځلو په مراسمو کښې د تکفیری ترهګرو د انسانښت په خلاف کارونو ته اشارې سره وویل: مونږ سختی سره له ځایه دفاع وکړه، او تکفیری ترهګرو سره مخامخ مقابله وکړه هم هغه رنګ لکه څه رنګه چې مو له دې نه وړاندې د صهیونیستی سره مخامخ مقابله کړی وه او دفاع مو کړی وه.
هغه د یمن موجوده وضعیت ته اشارې سره وویل: اوس چې مونږ په یمن کښې د کمو پېښو لیددونکې یو معاصر او حقیقی جنایتونه دی، عرب، د اسلام او انسانښت په خلاف د دې ټولو جنایتونو او د بی ګناه خلکو وژلو او د اسلام سپېځلو سپکاوی نه پس به اوس چرته مخ پټه وې؟
د حزب الله لبنان سر منشی مرستیال د امریکه او سعودی حمله په یمن، د دې هیواد تحولات «حقیقی جنایت» او « معاصر جنایت» تعریف کړل او دا پوښتنه کولو سره چې آیا عربستان لکه د اسرائیل تجاوز کوی او په دې کښې بحث شته؟ تاکید وکړو: عربستان د یمن په ټولو سیمو باندې تجاوز کړې، آیا یمنی خلک له ځان نه د دفاع حق لری که نه؟
شیخ نعیم قاسم څرګنده کړه: یمن ګټونکی دې او د دغه هیواد ولس مقاومت له تصور شوی حد نه ډېر زیات دی هغې مرګ له د امریکا او عربستان ذلیلولو ته ترجیح ورکوې، د الله تعالی مرستې سره دا تحولات به د یمنی کسانو په ګټه بدلېږی، د عزت او مقاومت به د اسلام او انسانی کرامت سره پای ته رسېږی.
حزب الله لبنان له ړومبی ورځې د عربستان سعودی په یمن باندې حمله محکوم کړې او دا حملې زر تر زر بندولو او ژوبل شوی کسانو ته د مرستې غوښتنه کړې.
سید حسن نصر الله د حزب الله سر منشی هم په خپل اخیرنی تقریر کښې په یمن باندې د حملې شاته پټ اهداف باندې رڼا اچولې وه او د طوفان قاطع نوم عملیات یی ناکامه وټاکل، ځکه چې هغې هیڅ یو هدف ترلاسه نکړو.
http://iqna.ir/fa/News/3279981