IQNA

قرآنی مرکزونو کښې افراطی فکرونو سره مقابلې لپاره د امارات قانونی تدابیر

5:51 - May 16, 2015
د خبر لمبر: 3304027
نړیواله ډله: د امارات فدرالی ملی شورا دینی مسؤولانو یو نوې قانونی لیک سره تمه لری چې د قرآن حفظ کولو غیر دولتی مرکزونو کښې د افراطی فکرونو او عقیدو خپرولو باندې بندیز ولګه وې.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «الامارات الیوم» خبرونو بنسټ نه په نقل، د امارات فدرالی ملی شورا اوقاف او اسلامی چارو کمېټې مشر په دې اړه وویل: د دې قانون لیکلو هدف د قرآن کریم حفظ کولو غیر دولتی مرکزونو کښې د افراطی فکرونو خپرولو مخ نیوې دی.

د امارات فدرالی ملی شورا اوقاف او اسلامی چارو کمېټې مشر احمد عبید المنصوری څرګنده کړه: دا بدلون او اصلاحات چې راروان دوه هفته کښې به اجرا کېږی د قرآنی مرکزونو دندې ته بهتر دوام ورکولو په هدف سره چې ټولنه کښې د ځوانانو د هدایت سبب ګڼلې شی پیل کېږی.

هغه زیاته کړه: همدارنګه له دې قرآنی مرکزونو نه غلط استفاده کولو او همدارنګه دا مرکزونه د افراطی افکارو ځایونه ګرځولو مخ نیوې د دې قانون اهداف دې.

المنصوری وویل: د قرآنی مرکز جوړولو او یا هغې ته د فعالیت کولو اجازت نامه ورکولو قانون هم په دې کښې ذکر شوی.

المنصوری په اخیره کښې د قرآن کریم حفظ کولو مرکزونو دندې په ملی سطح اهمیت ته اشاره وکړه او تاکید وکړو: که دا مرکزونه د صحیح زدکړې او روزنې فعالیت پیل کړې نو په هرومرو د ملی هویت او د دین اصولو ټینګتیا به په ماشومانو کښې لوی تاثیر ولرې.

http://iqna.ir/fa/News/3287619

captcha