قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اماراتو «البیان» ابراهیم محمد بوملحه د دبی جایزه قرآن مقابلې پیل کولو کمېټې مشر په دې اړه وویل: د دې مقابلو مقدماتی دوره کښې «د قرآن غوټۍ» برخه د ۱۵ کالو نه کم عمر کسانو لپاره وه چې ۱۱۳ مقابله کوونکو په کې شتون لرلو چې ۱۳ کسان په کښې اخیرنی مرحله ته وتلې.
هغه زیاته کړه: «د قرآن زامن» ډله د ۱۵ نه تر ۲۵ کلنو لپاره وه چې ۷۹ کسانو په کښې مقابله وکړه چې ۱۶ کسان ترې اخیرنی مرحلې ته وو وتل او د «قرآن ځوانان» برخه کښې د ۲۶ کلن یا تیری زیات عمر لرونکې ۴۵ مقابله کوونکو مقابله وکړه چې په کښې ۷ کسان اخیرنی مرحلې ته وو وتل.
ابراهیم محمد بوملحه څرګنده کړه: همدارنګه د «جومات امامان» برخه کښې ۹۵ کسانو ګډون وکړو چې ۱۴ کسان په کښې راتلونکې مرحلې ته وو وتل او ۶۲ کسانو د ښکلی اذان مقابله وکړه چې ۵ کسان په کښې راتلونکې مرحلې ته وو وتل.
هغه وویل: د قرآن ښکلې ترتیل سراسری مقابلې نهمه دورې اخیرنی مرحله به ۲۱ اردیبهشت د دبی جایزه قرآن نړیواله موسسه چې د «الممزر» سیمه کښې ده د کمېټۍ استازو په شتون کښې پیل کېږی .
د دې مقابلو د خدای پامانۍ دستوره او د ګټونکو لمانځل به د اردیبهشت میاشتې په ۲۹ تاریخ د دبی جایزه قرآن موسسه په دفتر کښې پیل کېږی.
http://www.iqna.ir/fa/News/3295264