IQNA

مادرید کښې د قرآن علمی معجزی یوولسم کانفرانس

23:45 - June 07, 2015
د خبر لمبر: 3311890
نړیواله ډله: د قرآن کریم علمی معجزی یوولسم کانفرانس پرون د اسپانیا مادرید اسلامی کلتوری مرکز کښې شروع شو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د spa خبرونو بنسټ نه په نقل، له ټولې نړۍ نه ۲زره نه زیات کسان به په دې درې ورځې کانفرانس کښې چې د اسلام نړیواله انجمن په مرسته پیل کېږی ګډون کوی.

ویل کېږی دا نړیواله کانفرانس په اروپا کښې تر ټولو لوی اسلامی څېړونکې غونډه ده.

دا علمی پروګرام د مادرید اسلامی کلتوری مرکز او کاتولونیا پوهنتون، ګرانادا او کرونا په مرستې او همکاری سره په اسپانیا کښې پیل کېږی.

د قرآن د ژبنی او تشریعی معجزه، طب او ژوند پوهنه کښې د قرآن او سنت معجزه، ستورپوهنه او هوایی علمونو کښې د قرآن او سنت معجزه، ځمکې او سمندری علمونو کښې د قرآن معجزه، بشری پوهنه کښې د قرآن او سنت معجزه د دې کانفرانس اصلی محور وو.

http://www.iqna.ir/fa/News/3311088

captcha