IQNA

ملګری ملتونو سازمان:

اسرائیل د غزې په جنګ کښې د ماشومان په خلاف د جنایاتو مرتکب شوی

2:08 - June 08, 2015
د خبر لمبر: 3311903
نړیواله ډله: د ملګرو ملتونو سازمان څانګو د تل آویو غزه کښې مقبوضه سیمو نه د ماشومانو په خلاف د جنایت او په پوهنځو باندې د حملو راپور خپور کړی چې په کښې ډېرو ځینو کښې د ماشومانو د حقوقو تجاوز او د هغې مړینې ته اشاره شوی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د وتو خبرونو بنسټ نه په نقل، د ملګرو ملتونو سازمان دا ۲۲ پاڼې پټ راپور د دې سازمان د وسله یز نښتو او د ماشومانو د چارو استازی لیلا زروقی ته وړاندی کړی.





د دې راپور له مخې، د دوه زرو او ۱۰۰ نه زیات فلسطینی کسان چې زیات په کښې غیر نظامی وو تېر کال د صهیونیستی په غزه باندې حملو کښې مړه شوی، د اسرائیل له اړخه ۶۷ پوځان او شپږ غیر نظامی کسان مړه دی.

د ملګرو ملتو سازمان په ګوته کړی چې دا حملې اووه هفته پورې وی چې په کښې تقریباْ ۵۴۰ ماشومان مړه شوی، چې ۳۷۱ ماشومان په کې د ۱۲ کالو نه کم عمره دی.





په دې راپور کښې زروقی ته ویلې شوی چې د رژیم صهیونیستی نوم د ماشومانو د حقوقو ته نقصان رسوونکو فهرست کښې شامل کړی.

د دې راپور ځینې برخو کښې د غزه به جنګ کښې د ماشومانو حقوق نقض کولو سختو الفاظو سره لیکلې شوې او په ډېرو ځینو کښې د صهیونیستی ځواکونو د لاسه د فلسطین ماشومانو وژنه، په مدرسو باندې حملې او د ماشومانو ژوبلول ته اشاره شوی.





سره د دې د راپور په ځینې برخو کښې د ماشومانو حقوق نقض کولو فهرست کښې د تل آویو نوم هم اچولې شوی چې باید د په هغه ځې کښې اوسېدونکې د دې سازمان مشران یی تایید کړی خو ولی په دې باندې تر اوسه سره یو شوی نه دې.

سفیران وایئ په وسلواله جنګونو کښې د ماشومانو د حقوقو ته نقصان رسوونکو د فهرست اخیرنی نسخه  د دې هفته ترمنځه به د ملګرو ملتونو سازمان استازی هیوادونو ته ورسېږی.





دا خبره چې رژیم صهیونیستی نوم په دې فهرست کښې شامل شی د واشنګټن لپاره په سیاسی توګه ډېر اهمیت لری تر دې چې د امریکې د کانګریس ځینې استازو لکه سناتور«تد کروز» په سختی سره د مخالفت اظهار کړی.

سفیران وایئ چی د امریکې سفیر«سامانتا پاور» بان کی مون د ملګرو ملتونو سازمان مشر نه غوښتنه کړی چې د تل آویو نوم په دغه فهرست کښې شامل نکړی.

بان کی مون د بشر حقوقو کښې فعالو ډلو، سره د سازمان د بان کی مون د بشری حقوقو په اړه نظر او اطلاعات اخیستلې دی، په  نیویارک کښې شتون لرونکې سازمان تېره هفته یوه بیانیه خپره کړی وه چې ملګرو ملتونو سازمان نه یی غوښتنه کړی وه چې د اسرائیل نوم له دغه فهرست نه ویستلو په اړه د هیڅ یو هیواد د زورنې لاندې را نشی.

د دې راپور په اساس د ملګرو ملتونو سازمان د اپرېل میاشتې (فروردین / اردیبهشت) تحقیق او څېړنو کښې رژیم صهیونیستی د دې سازمان په مدرسو باندې په غزه کښې حملې کړی او په دې مدرسه کښې ۴۴ فلسطینی کسانو چې پناه اخیستلې وه وژلی دی.

سره د دې چې تر اوسه د زروقی راپور تیار شوی نه دی، د سفیرانو سرچینه وایئ چې د ملګرو ملتونو سازمان مشران د تل آویو نوم په دې فهرست کښې نه شامل کولو لپاره د فشار لاندې دی.

http://www.iqna.ir/fa/News/3311206

captcha