قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا)راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتور سازمان خبرونو بنسټ نه په نقل، د رمضان سپېځلی میاشتې سره به د قرآن کریم د تلاوت او تجوید ښوونو ړومبنۍ دوره ایټالیا کښې د ایران کلتوری سازمان په همکاری سره د سوئیس «لوکارنو» ښار اهلبیت علیهم السلام مرکز کښې پیل کېږی.
د قرآن کریم فصیح او سور لرونکې قرائت ښوونو د نړۍ چارچاپېره سیمو کښې خپرول او د قرآن قرائت زدکړې لپاره لاره جوړول د دې ښوونې دورې پیل کولو اهداف دی.
د دې دورې پیل کوونکې هیله لری چې قرآن پاک زده کوونکې به دا د دوره ترسره کولو نه پس د عربی په صحیح لهجه او تجویدې قانون ته پام سره قرائت کوی.
ایټالیا کې د ایران کلتوری سازمان له اړخه د قرآن نورو پروګرامونو نه د قرآن کریم تلاوت او تجوید ښوونه د شمالی ایټالیا «تورینو» ښار «التوحید» کلتوری مرکز کښې د ۱۰ ورځو پروګرام د قرآنی استاد پیروزمند له اړخه پیل کېدونکې پروګرام ته اشاره کولی شو.
د دې راپور له مخې تېر کال دا پروګرام کښې د دې ښار ۲۵ مسلمانانو شرکت کړی وو چې د اګست په میاشته کښې پیل شوې وو، او د تېر کال پروګرام ښه نتیجه ته کتنې سره دې کال بیا دا د ښوونې پروګرام یو ځل بیا پیل کېږی.