قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «الیوم السابع» خبرونو بنسټ نه په نقل، د الازهر شیخ د رمضان المبارک میاشتې په اړه خپل تقریر کښې چې د «مصر» سپوږمکۍ چینل نه خپرېږی د وهابیانو او سلفیانو له اړخه د اهلبیت علیهم اسلام باندې میننو ته د «رافضی» سپک لفظ کولو باندې نیواکه وکړه.
احمد الطیب د اهلبیت عصمت او طهارت علیهم السلام سره مینه کوونکو ته د «رافضی» سپک لفظ استفاده کولو سره مخالفت باندې تاکید وکړو.
هغه زیاته کړه: الازهر د مسلمانانو تر منځه د فتنه او ډله ډلبندۍ مؤسسه نه ده.
الطیب په دې باندې تاکید سره چې االازهر هیڅ کله د مسلمانانو ترمنځه د فتنه او ډله ډلبندۍ مؤسسه نه ده د دې مؤسسه هدف یی د اسلامی امت وحدت نه ډله ډلبندی لپاره کوښښ وټاکلو.
شیخ الازهر زیاته کړه: دا مؤسسه په تېرو کالو رسی د شیعیانو او اهل سنت ترمنځه د جوړښت کوربه او د وحدت غوښتونکې ده، ځکه چې نن مونږ کوم ستونزو سره مخامخ یو او ترې په اور کښې ولاړ یو هغه د شیعیانو او د اهل سنتو ترمنځه د اختلاف نتیجه ده، په دې مسئله باید ټول خبر وی.
هغوی هغه ادعاوو چې د شیعیانو په خلاف مطرح کېږی، د شیعیانو او د اهلبیت علیهم السلام میننو د تکفیر مسئله د ترېنګلی سبب وټاکله او وې ویل: د شیعیانو تکفیر کول او هغې د روافض په نوم باندې بلل روا او مناسبه نه ده.
الطیب څرګنده کړه: هغه د دواړو مذهبونو هغه عالمان چې د اسلامی ولس اندیښمن دی باید دا کنده ډکه کړی نو کېدلې شی چې مرګ او ویجاړتیا هم ودرېږی.
http://www.iqna.ir/fa/News/3322878