IQNA

افغانستان کښې د یتیمانو لپاره د افطار مېلمستیا

13:11 - July 14, 2015
د خبر لمبر: 3328033
خارجی څانګه: د ترکی همکاری او پراختیا اداره(تیکا) د افغانستان پایتخت «کابل» کې ۳۵۰ یتیمانو افطار مېلمستیا پیل کړه.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ترکی حکومتی تلویزون او راډیو (TRT) رسمی ویبپاڼې نه په نقل، تیکا اداره د کابل «علاوالدین» پالنځی کښې د افغانستان یتیمانو لپاره په یو مراسمو کښې د افطار د دسترخوان کوربه شو.

په دې مراسمو کښې د افغانستان کار وزیر نسرین اوریاخیل او د تیکا ادارې مشر سلیمان شاهین، له ماشومانو مېلمستیا وکړه.

د افغانستان کار وزیر په مختلفو ډګرونو افغانستان سره د ترکی مهمې مرستو ته اشارې سره وویل: د ترکی مسؤولان د یو زمانې نه د ماشومانو یتیمانو د ژوند ښه کولو لپاره په پروګرامونو کار کوی.

د نجلکیو علاوالدین پالنځی د افطار دا مېلمستیا پیل کړه او د ترکی له مسؤولانو نه یی حمایت او مننه وکړه.

http://iqna.ir/fa/inter/News/3327402

captcha