IQNA

پاکستان کراچۍ کښې د شیعی کتابونو 17 نندارتون + انځورونه

17:17 - July 16, 2015
د خبر لمبر: 3328815
خارجی څانګه: شیعی کتابونو 17 نندارتون، د پاکستان کراچۍ ښار کښې «ابن الزهراء علیهم السلام» موسسه په مرسته پیل شو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتور سازمان خبرونو بنسټ نه په نقل، دا نندارتون د کراچۍ «سولجر بازار» سیمه کښې د «شهید حمید بهوجانی» تالار کښې د یو شمېر کتاب لوستونکو شتون سره دوه ورځې پیل شو.

په دې نندارتون کښې د کراچۍ ۲۲ انتشاراتو، کتاب خرڅوونکې او کلتوری او ښوونکو مرکزونو شرکت کړی وو.

دا نندارتون پیل کوونکو او مشرانو دا نندارتون « ښه کار ته بلنه او د بدو مخنیوې نندارتون» په نوم ټاکلې وو.

کراچۍ کښې خانه فرهنګ ایران، اسلامی تبلیغاتو ټولنه، رحمت الله انتشارات، دارالثقلین انتشارات، محفوظ کتاب خرڅوونکې، محمد علی کتاب خرڅوونکې، شهید مطهری موسسه، دارالنشر الثقافه الاسلامی، قرآنی بنسټ او الزهرا اکاډمی د دې نندارتون له ټولو نه ښه خرڅوونکې وو.

د خانه فرهنګ ایران غرفه سره سره د یو شمېر نورو د کتابونو موسسه لکه حضرت امام خمینی آثار نشر کولو موسسه، انتشارات انصاریان، د مجمع جهانی اهل بیت علیهم السلام انتشارات او الهدی انتشارات نندارتون ته وړاندې شوی وو.





د خانه فرهنګ ایران غرفه کښې «دا»، «دوه سوه پنځوس کلن انسان» او د « نصیحت خزانه» کتابونه له ښه خرڅ کتابونه وو.





مهدی خطیب، د ایران خانه فرهنګ مسئول او ایران نه راغلې مبلغ حجت الاسلام اسماعیلی هم له دې نندارتون نه کتنه وکړه.







http://iqna.ir/fa/inter/News/3328404

captcha