د ایران له اړخه د اندونیزیا قرآن کریم نړیواله مقابلې کې د قرائت په برخه کې ګډون کوونکې استازی جواد سلیمانی قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سره مرکه کې وویل: نن سحر، مونږ د هوایی ډګر نه هوټل ته راغلې یو.
هغه زیاته کړه: تراوسه یی یواځې د مقابلې پرانیستې مراسمو اعلان کړی او د تلاوت وخت، د مقابلې پیل کولو قانون یی تراوسه مونږ ته نه دې راکړی.
جواد سلیمانی د خراسان رضوی د وتلو قاریانو نه دی چې د قرآن کریم سراسری مقابلو کې پنځم مقام ترلاسه کړی وو او له دې سببه یی د اندونیزیا قرآن کریم نړیواله مقابلو کې د ګډون اجازت ترلاسه کړو.
د ایران له اړخه د اندونیزیا قرآن نړیواله مقابلو کې ګډون کوونکو کې «جواد سلیمانی» د قرائت په برخه کې، «محمود نوروزی» د قرآن کریم ټول حفظ برخه کې او «عبدالرسول عبایی» د قرآن کریم استاد او تجربه کار دی چې د دې مقابلو د دریم ګړی په توګه ګډون کوی.
محمود نوروزی چې د تهران اوسېدونکې دی د ۳۷سراسری قرآنی مقابلو کې شپږم مقام ترلاسه کړی وو چې د دې مقام ترلاسه کولو سره یی د اندونیزیا قرآن نړیواله مقابلو کې د ګډون جواز ترلاسه کړو.
همدارنګه نوروزی تېر کال د تونس قرآن نړیواله مقابلو په حفظ او قرائت برخه کې ګډون کړی وو او دریم مقام یی ترلاسه کړی وو.
http://www.iqna.ir/fa/News/3354112