قرآنی خبر خبروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د دارالاخبار اطلاع ورکوونکې بنسټ نه په نقل، د قرآن دا نندارتون به د قرآن تعلیم، مفاهمو او د دې الهی کتاب محتوا معرفی ډېر دقیق طریقې سره پیل کېږی.
د مسجد النبی پخوا کې د قرآن کریم نندارتون پیل کولو هدف د قرآن کریم زدکړې او تعلیم ته دعوت دی.
دا نندارتون د مدینه منوره ټولو ډلو او مختلفو اقشارو ښاریانو لپاره دی، د مدرسو هلکانو او نجلکیو، د مختلفو پوهنتونو محصلان، د رسمی غونډو، مقاماتو او مشرانو لپاره پیل کېږی او دا به په لسو ژبو کې وړاندې کېږی.
د نندارتون نه ننداره کوونکې به د موډرن طریقو نه استفاده سره د خپلې خوښې ژبه انتخاب کولې شی او د هر برخې معلومات تر لاسه کولې شی.
دا نندارتون به مختلف سالون لری چې یو سالون کې به د نندارتون په اړه وړوکې فلم ننداره کوونکو لپاره وړاندې کېږی او بل سالون کې به د لوړو مقاماتو لپاره د نندارتون په هکله مختصر تعریف وړاندې کېږی.
بل سالون چې «النبأ العظیم» عنوان لری د قرآن کریم د عظمت او لویوالی او د آیات او سورتونو د فضیلت او مختصر توضیح او د قرآن کریم د اعجاز په هکله معلومات وړاندې کېږی.
http://www.iqna.ir/fa/News/3354444