قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «حمرین نیوز» خبرونو ویب پاڼې نه په نقل، د عراق نه د تقلید مرجع آیت الله سید علی سیستانی پرون، منا ځمکه باندې د یو شمېر حاجیانو مړینې او ژوبل کېدو په هکله بیان ورکړی.
په دې بیان کې آیت الله سیستانی منا کې د غم نه ډکه پېښه باندې خواخوږی څرګندولو سره چې په کې یو شمېر د بیت الله زیارت کوونکې او په سلګونو ایرانی حاجیان په کې مړه او ژوبل شوی دی د دارنګه پېښې بیا نه تکرارېدو لپاره د ضروری تدابیرو کولو غوښتنه وکړه.
د دې بیان ادامه کې آیت الله سیستانی څرګنده کړه: «زه د دې لوی پېښی په مناسبت لوی او مقدس مقام لرونکی حضرت ولی الله اعظم(ارواحنا فداه) ته او بیا هغه کورنو ته چې په کې خپل او عزیزان له لاسه ورکړل ته خواخوږی څرګندوم، او هغه لوی څښتن(جلت عظمته) در نه مړو لپاره د مغفرت او ستر رحمت او د ژوبل شوو لپاره د روغتیا غوښتنه کوم».
په اخیره کې آیت الله سیستانی هیله څرګنده کړه چې دارنګه خواخوږی او د غم نه ډکې پېښی بیا نه تکرارېدو لپاره به ضروری اقدامات وکړل شی.
د منا پېښه کې د رش له سببه رمی جمرات لپاره بل خوا ته مخه ورکړه چې په کې ۱۳۰۰ د بیت الله زیارت کوونکې حاجیان مړه او ۲۰۰۰ کسان ژوبل شو. په دې خواخوږی پېښه کې د ۱۳۴ ایرانی حاجیان د احرام په حالت کې له دنیا نه لاړه.
http://www.iqna.ir/fa/News/3370571