قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، کراچۍ کې د ایران کلتوری ادارې نه په نقل، علامه راجه ناصر جعفری چې د پاکستان مجلس وحدت المسلمین ستر مشر دی د دغه هیواد د نورو لویو عالمانو سره کتنه کې وویل: د پاکستان حکومت بهرنی چارو وزارت او د مذهبی چارو وزارت د دغه هیواد د حاجیانو په هکله معلومات ورکولو کې له ماتی سره مخامخ شوی.
د مجلس وحدت المسلمین پاکستان ستر مشر څرګنده کړه: اسلامی هیوادونه باید د یو څېړونکې کمېټه جوړولو باندې تاکید ورکړی چې د دې پېښې مختلف اړخونه وڅېړلې شی او اسلامی نړۍ د دې پېښی سبب نه خبر شی.
عباس جعفری دې ته اشارې سره چې د اسلامی ولس امنیت، پایښت او درنښت د مسلمانانو په اتحاد کې دی، وویل: اسلام منوونکې باید د ډله ډلبندۍ او مسلکونو نه رابرسېره شی او د اسلام حقیقی تعلیمات دی ترلاسه کړی.
http://iqna.ir/fa/inter/News/3383741