IQNA

کابل کې د «امام حسین علیه السلام غورځنګ او د عدالت محور» غونډه پیل شوه

1:03 - November 10, 2015
د خبر لمبر: 3446410
خارجی څانګه: د امام حسین علیه السلام غورځنګ او د عدالت محور او اصلاح غونډه د یو شمېر ښځو ګدون سره د کابل امام زمان عج جومات کې پیل شوه.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د kabul.icro.ir، خبرونو بنسټ نه په نقل، د امام حسین علیه السلام غورځنګ او د عدالت محور او اصلاح غونډه د یو شمېر ښځو ګډون سره کابل کې د امام زمان عج جامع جومات کې پیل شوه.

د دغه غونډې تقریر کوونکو دې وینا سره چې ټول ازاد او عدالت غوښتونکې کسان باید د امام حسین علیه السلام غورځنګ نه اطاعت وکړی، وویل: د امام حسین علیه السلام عدالت غوښتنه، یو ټولنیزه عدالت غوښتنه وه، امام حسین علیه السلام قیام وکړو چې عدالت را ژوندې کړی او خلک له فساد او شر او تباهی نه بچ کړی.

هغې دې ته اشارې سره چې د یزید حکومت د هغه وخت یو فاسد، او د ټولې ټولنې او انسانښت لپاره خطر وو، وویل: امام حسین علیه السلام د حکومت د ظلم په مقابلې کې عدالت ترسره کولو، ځکه چې یزید غوښتل یو موروثی حکومت بنسټ کېږدی، او همدارنګه دې ظالم حاکم غوښتل جې د الله حلال حرام او حرام یی حلال کړی.

د صراط نور مرکز کې «افراط ګری او د هغې ګواښ» غونډه

د یو بل راپور له مخې، د «افراط ګری او د هغې ګواښ» غونډه د کابل ښار یو شمېر محصلانو شتون سره د صراط نور کلتوری او ښودنو مرکز کې پیل شوه.

د صراط نور کلتوری او ښودنو مرکز مشر په دې غونډه کې وویل: نن مونږ له افراط ګرۍ سره مخامخ یو چې استکبار یی روزنه کړی او د اسلامی نړۍ ناسور شمېرلې کېږی او باید د سیمې ټول هیوادونه سره یو شی او له دې سره مقابله وکړی.

http://iqna.ir/fa/inter/News/3444708

captcha