IQNA

د حضرت محمد(صلی الله علیه و آله) رحلت او د امام حسن(علیه السلام) د شهادت

5:22 - December 11, 2015
د خبر لمبر: 3462019
خبریال: پنځوسم(50) هجری قمری کال د صفرې په اتویشتمه(28) نیټه په اووه څلویښت(47) کلنۍ کښې د معاویه په حکم او دهغه(امام حسن مجتبی علیه السلام ) دښځې په لاس زهر ورکړل شول او شهید کړی شو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، نن ورځ د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه واله وسلم او ددنیا دشیعه مسلمانانو ددوهم (۲)امام حضرت حسن مجتبی علیه السلام دشهادت له کلیزې سره سمون خوری .
داسلام ګران رسول حضرت محمدص په یولسم(۱۱) هجری قمری کال کښې له خپل رحلت مخکې په عطوفت او مینې سره دنبوی شریعت احکام او اصول په ښو رودو او په عین حال کښې په متین او محکم ډول بیان کړل او ددین دحقه معارفو په خپرولواو دودولو کښې یې په ترټولو ښه ډول کوشش وکړ .
ددنیا دشیعه مسلمانانو دوهم(۲) امام حضرت حسن مجتبی علیه السلام هم چې کابو دیرش(۳۰) کاله یې له خپل ګران پلار علی ابن ابی طالب علیه السلام سره کار کاوه د پنځوسم(۵۰) هجری قمری کال د صفرې په اتویشتمه(۲۸) نیټه په اووه څلویښت(۴۷) کلنۍ کښې د معاویه په حکم او دهغه(امام حسن مجتبی علیه السلام ) دښځې په لاس زهر ورکړل شول او شهید کړی شو .

captcha