IQNA

د امام حسن علیه السلام سوله

5:55 - December 11, 2015
د خبر لمبر: 3462020
دینی ډله:"زۀ د هغه پیغمبر(ص) ځوې یم چې زیری راوړونکې او ویروونکې ؤ او خلق یې خدای ته رابلل. زۀ د پیغمبرۍ د مشال شغله او له هغې کورنۍ څخه یم چې خدای پاک ترې ککړتیا او پلیتی لرې کړې او په قران کې یې د دوې مینه فرض کړې ده چې فرمایې: قُلْ لا أسْئلُکُمْ عَلَیهِ اَجْرًا اِلا الْمُوَدَةَ فِی القًربی20ووایه (ای پیغمبره(ص)! زۀ د دې (پیغمبرۍ) په وړاندې او د دې په عوض کې له تاسو زما له اقرباوو او خپلوانو څخه له مینې علاوه بل څۀ نۀ غواړم "


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) راپور له مخې، د هجرت په څلویښتم کال د روژې د یوویشتمې نیټې په ماښام د حضرت علی علیه السلام شهید شو او د یوویشتمې په سهار خلق د ښار په جامع جومات کې راغونډ شول. امام حسن علیه السلام منبر ته اوختو او وې فرمایل : " بیګا داسی بې مثاله کس له دنیا سترګې پټې کړې چې په تیرو او راتلونکو کسانو کې د علم او کردار له نظره بې مثاله ؤ د پیغمبر(ص) په څنګ کې یې جنګونه وکړل او په نره یې د اسلام او پیغمبر(ص) دفاع وکړه. پیغمبر(ص) به هغه په جنګونو کې سپه سالار او سر لښکر په توګه استولو او هغۀ به تل بریالې او کامیاب راستنیدو. د دنیا له سرو او سپینو یې تر 700 درهمو زیات میراث پاتې نۀ شو. هغه هم د هغۀ حصه وه او خیال یې ؤ چې په هغې د خپلې کورنۍ لپاره یو خدمتګار ونیسی. دې خبرې ته چې راورسید نو امام حسن علیه السلام  او خلقو ډیر وژړل او بیا یې له ددې لپاره چې امامت له خپلې سمې لارې بی لارې نشی څو جملې وویلې:

"زۀ د هغه پیغمبر(ص) ځوې یم چې زیری راوړونکې او ویروونکې ؤ او خلق یې خدای ته رابلل. زۀ د پیغمبرۍ د مشال شغله او له هغې کورنۍ څخه یم چې خدای پاک ترې ککړتیا او پلیتی لرې کړې او په قران کې یې د دوې مینه فرض کړې ده چې فرمایې: قُلْ لا أسْئلُکُمْ عَلَیهِ اَجْرًا اِلا الْمُوَدَةَ فِی القًربی20ووایه (ای پیغمبره(ص)! زۀ د دې (پیغمبرۍ) په وړاندې او د دې په عوض کې له تاسو زما له اقرباوو او خپلوانو څخه له مینې علاوه بل څۀ نۀ غواړم "

له دې وروسته د بیعت لمن له کوفې بصرې او درست عراق ،حجاز او یمن ته وغزیده .حضرت اما حسن د مسلمانانو د خلافت او امامت په مقام غوره شو ، خو د هغه بزرګوار حکومت د هغه بحجران په دلیل چې د امویانو له خوا د اسلامی ټولنې ټوله برخه ئې نیولې وه ، تر لنډوخته ئې دوام درلود، امام حسن علیه سلام په تدبیر او پوهې سره او دغه راز د قرآن پآک روښانونکو آیتونو ته پّ مخه کولو سره کړکیچ داسې اداره کړ چې اسلامی ټولنه ئې له پراخ او ژور تاوانه په امان کې پاتې شی . امام حسن ابن علی په هغولانجمنو شرائطوکې له معاویه سره د سولې تړون لاسلیک کړ . چې د یوشمیر کسانو له خوا پرې اعتراض هم وشو.خوامام حسن په قانع کونکو دلیلونو او په قرآنی لارښونو په استناد سره ئې خپله فیصله د مسلمانانو په ګټه او صلاح وباله . د حضرت امام حسن علیه سلام د شهادت د کلیزې په مناسبت په تسلیت وئیلوسره د مامام حسن علیه سلام د سولې علتونه او عوامل د قرآنپاک د آیتونو له نظره څیړو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځی

د سیاست اصول د اسلام د ګران پیغمبر او د امام حسن پشمول داهل بیت علیهما سلام په منظر کې د اسلم پر اصولو ولاړ وو . له دې امله امام حسن له خدای پرته د بل چا له بندګۍ،د انسانانو د ژغورنې په څیر موضوګانو او د امت د عمومی اصلاح او دغه راز د ظلم ا وګړاؤ د ختمولو او د عدل او انصاف اجرا کولو ته ډیر خاص پام کاوه ّ . امام حسن قدرت او حکومت هدف نه بالهّ ، بلکې دا ئې د خلکو حقوقو د پوره کولو او له انحراف ، ظلم او توپیر سره دمبارزې لپآره یوه وسیله بلله . له امام حسن علیه سلام سره د خلکوله پراخ بیعته وروسته د ابو سفیان زوی معاویه چې پّ ډیر ظلم سره ئې پر شام حکومت کاوهّ، له امام بزرګوار سره مخالفت ته مخه کړه . له دې وروسته چې معاویه ته دامام حسن علیه سلام د خیر غوښتنې، پیغامونو او لیکونو کومه ګټه ونه کړه ، نو هغه بزرګوار له معاویه سره مقابلې لپآره ستر لښ:ر برابر کړ . له بده مرغه ددغه لښکر ډیرو کسانو د جنګ لپآره ایمان ، اعتقاد او ضروری انګیبزه نه درلوده او شخصی ګټو ته پآم کونکی او فرصت غواړی پکې په ښه ډول څرګند وو . اما حسن پّ ډیر ځیرتیا او پوهې سره د خپل لښکریانو پّ کمزوریو پوه شو . امام بزرګوار نه یوازې د خپلو لښ:ریانو او ملګرو له لټی او ناغږملتیا کړید ه ّ بلګې د هغو له ځینو کسانو ئې خطره هم احساس کوله . له بلې خوااسلامی ټولنه له پولو ورآخوا د دښمنانوله خواله یولړګواښونو سره مخامخ وه په دې توګه چې هغوی له هر ې خوا په اسلامی ټاټوبو د یرغل لپاره چمتو وو . په همدې دلیل داخلی کشمکشونوبهرنی دښمنان هیله من کول او د هغوی د نیریو او یرغل زمینه ئې جوړوله . ددغو ټولو مسئلو ټولګه سبب شوه چې امام حسن له جنګه ډډه وکړی اوله معاویه سره په ځینو شرطونوسره دسولې تړون لاسلیک کړی . ددغه تړون په مهم و شرطونوکې دا هم شامل وو چې معاویه باید د قرآن په قوانینو اود پیغمبر په سنت عمل کوی او له ځانه وروسته جانیشین ونه ټاکی .

= د بشریت لپاره د اسلام اصلی غوښتنې روحی لوړوالی د ظلم او کړاؤ ختمول، د سولې او عدالت ټینګول او د محرومیت له مینځه وړل دی . داسلام بلنه تل ګډ سوله ایز ژوند او په خلکوپّ تیره بیا په مسلمانانوکې د کراری ټینګیدا ده . قرآن کریم مومن او خدای غواړی انسانان له کراری سره یو ځآی او ګډ سوله ایز ژوند ته بولی . د قرآن مجید د بقرې سورې په ۲۰۸ آیت کې راغلی دی ؛،ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړئ ټول سولې او پخبلاینې ته مخه کړئ ؛.

البته خداوندکریم په قرآن پاک کې په ځینو موردونو کې د جنګ او جهاد حکم ورکوی ، خو دغه جنګ او مقابله د سولې او وامنیت د زمینو د رامینځته کول په خاطر دی څو د اسلام لوړ هدفونه په کراراو ښه چاپیریال کې پوره شی . حضرت امام حسن علیه سلام هم د اسلام په لوړو موخو فکر کاوه او په هغه خطرناک وخت کې ئې جنګ او جګړه په هغو دلیلونو چې مو ذکر کړی دی ، ښه نه بلل . هغه بزرګوار پوه شو چې په هغه وخت کې د سولې منل اود آرامښت ټینګیدا د خلکو په ګټه او دمسلمانانو په اصلاح کې ده . حتی که دغه مصلحت له حکومته د امام بزرګوار د څنګته کیدا سبب هم شی . ځکه امام حسن په راتلونګی او د مسلمانانو پر چارو نظر درلود .

= روایت شوی دی چې امام حسن د سولې له منلو وروسته په ویناؤکې توضیح ورکړ چې جنګ د مسلمانانو پّ ګټه نه دی او وروسته ئې د انبیاء سورې ۱۱۱ آیت قراءت کړ چې ددې ښودنه کوی چې د هغه سوله د خلکولپاره یوازمیښت او د هغوی په ګټه دی .

د امام حسن علیه سلام یو ملګری ابو سعید وائی ،د سولې د تړون له لاسلیک کولو وروسته د هغه بزرګوار حضور ته ورغلم او ومې وئیل ، ائ د خدای د رسول زویه ، له معاویه سره دې ولې سوله وکړه ، په داسې حال کې چې پوهیدلې د حق پیشوا تاسو یاس . امام حسن زما په ځواب کې په حدیبیه کې د مکې له مشرګانو سره د رسول ا... بزرګوار سولې ته اشاره وکړه او ورپسې ئې په قرآن په استناد سره د حضرت خضر او موسی کیسه بیان کړه چې خضر بزرګوار هغه کشتی چې پکې سوارهّ دی سورۍ کړه څو د خاوندانو او سوارلیو لپاره پاتې شی . په داسې حال کې چې پر موسی ددغه ډول پیښې فلسفه او حکمت څرګند نه ؤ . ام حسن علیه سلام پّ دوام کې راته و فرمائیل :،زما سوله څینی رازونه لری چې اوس له تاسو پټ دی او نتیجې به ئې وروسته ظاهرې شی .

امام حسن علیه سلام په بل ځای کې ابو سعید ته وفرمایل :، که ما دا کار نه کولی ،نو پر مځکې به د اهل بیتو یو پیروکار هم پاتې نه وائ او ټول به وژل کیدل . په هغې چارې کې چې ما او معاویه پر ې اختلاف درلود ، حق له ما سره ؤ خوهغه مو معاویه ته وسپارهّ او دغه کار مو د تاسو د ژ،ند وینې او شتمنیو د ساتنې په خاطر کړی دی :.

د اسلم د ګران پیغمبر یوه لمسی حضرت امام محمد باقر علیه سلام د امام حسن علیه سلام د سولې دعلتونو او عواملو په ستاینې کې دغه اقدام دنساء سورې د ۷۷ آیت مصداق وباله چې خدآی پاک په دغه آیت کې فرمائی :، آیان ومو نه لیدل هغه کسان چې په مکې ته ورته وئیل شوی وو چې حاضردمه له جهاده لاس واخلئ او لمونځ ادا کړئ او زکواة ورکړئ .

= امام حسن په مدینې کې کابو اته کاله په کلتوری او ټولنیز خدمتونه وکړل . ځکه چې د اسلام امت ئې کلتوری بدلون ته اړمن ګاڼه . له دې امله هغه بزرګوار دمومنانو روزلو ته مخه کړه او د اسلام دمعارفو په بیانولو سره ئې له خپلې خوا یوه ارزښمنه خزانه هم پریښودله . البته امام بزرګوار په دغو کلونو کې له سیاسی او ټولنیزو حالاتو هم غافل نه ؤ او د امویانوپه غیر اسلامی کړچار په نیوکو سره ئې عمومی افکار روښانه کول . هره ورځ چې تیریدله ، د حضرت امام حسن علیه سلام د حقانیت ځلا به غوړیدلې او دا موضوع د بنی امیه ؤ لپاره د زغملو وړ نه وه . له دېامله ئې په یوې دسیسې کې امام بزرګوار ته زهر ورکړ ل اوپه همداسې ورځ ئې شهید کړ .

د حضرت امام حسن علیه سلام د شهادت دکلیزې په مناسبت یو ځل بیا په تسلیت ویلو سره د هغه بزرګوار په یوې غوره وینا سره خپل دغه پروګرام هم پای ته رسوو . حضرت اماما حسن علیه سلام فرمائی :، هیڅ پاتیکیدونکی شی پّ دنیا کې له قرآن پرته بل څه نه دی . نو دا خپل پیشوا وګرځوس څو تاسو هدایت کړی . خورا غوره کسان هغه دی چې په قرآن عمل وکړی ، که څه هم آیتونه ئې حفظ نه وی او له قرآنه لیررې کسان هغه دی چې پرې عمل نه کوی ، که څه هم چې آیتونه یې لولی

captcha