IQNA

د امام رضا علیه السلام شهادت

0:46 - December 12, 2015
د خبر لمبر: 3462168
د تاریخونو چپتیا او تحریف د دې سبب شوی چې د مامون عباسی په شمول د ځنو ظالمانو واکمنانو ظلمونه راتلونکو نسلونو ته ښکاره نشی.


مامون د امام د شهیدولو نیت وکړو ځکه چې پوهه شوی ؤ په هیڅ ډول امام د خپل لاس وسیله نشی ګرځولی. د امام عظمت او هغوی د ټولنې پام هم مخ په زیاتیدو ؤ او د امام د شخصیت د داغی کولو لپاره د مامون له ټولو هلو ځلو سره سره د امام شخصیت احترام او عزت مخ پر وده ؤ او مامون پوهه ؤ چې د وخت په تیریدو سره د امام حقانیت او د مامون زور زیاتی او ویرول زیاتیږی. له بل خوا عباسیان او د هغوی پلویان د مامون لخوا امام ته د ولی عهدۍ په ورکولو غصه وو، تر دې چې د مخالفت په توګه یې په بغداد کښې د ابراهیم بن مهدی عباسی بیعت وکړ او په دې ډول له بیلا بیلو اړخونو د مامون حکومت ته خطره پیښه شوه. نو په پټه یې امام ته زهر ورکړل چې هم امام له مخې یوسی او هم د بنی عباسو او د هغوی د پلویانو پام ځانته راواړوی. د امام له شهادته ورسته یې بنی عباسو ته ولیکل تاسو په ما نیوکې کولې چې ولې مې د ولی عهدۍ مقامعلی ابن موسی الرضا ته ورکړو خبر شئ چې هغه له دنیا لاړو نو اوس زما اطاعت وکړئ.  مامون کوشش کوؤ چې د امام علیه السلام منونکی او پلویان د امام له شهادوه خبر نشی او په تظاهر او عوام غولونې سره یې غوښتل چې خپل جرم پټ کړی او داسې وښئ چې امام په خپل مرګ مړ شوی دی. خو حقیقت پټ نۀ شو او د امام ملګری او خپلوان له حقیقته خبر شو.  ابا صلت هروی(رح) چې د امام نزدې ملګری ؤ او د امام او مامون ترمینځ له شوو قیصو او پیښو خبر ؤ وایی: مامون چې د امام عظمت او بزرګی یې لیدلې وه،په ظاهره د هغۀ احترام او ورسره دوستی کوله او هغه یې ولی عهد کړو چې خلقو ته وښئ چې هغه د دنیا لیوال دی او دنیا یې خوښه ده چې د خلقو له سترګو پریوځی. خو چې کله یې ولیدل چې د امام تقوی او پاکۍ ته هیڅ تاوان ونۀ رسید او د خلقو په نزد د امام فضیلت ورځ په ورځ زیاتیږی، مامون د بیلا بیلو ښارونو متکلمان راغونډ کړل، په دې امید چې په علمی بحثونو کښې امام پړ کړی. د محققانو او پوهانو په سترګو کښې د امام علمی مقام پریوځی او خلقو ته د امام خامی او کمی څرګنده شی خو امام په یهودیانو، مسیحیانو،اور منونکو، صائبانو، برهمنو، ملحدانو، دهریانو، او د مسلمانانو د بیلا بیلو فرقو په ټولو عالمانو او پوهانو بری وموند. هغوی یې پړ کړل او د ځان لیوال یې کړل. خلقو چې دا ولیده نو وې ویل چې په خدایې قسم امام د خلافت لپاره تر مامونه غوره دی. د مامون جاسوسانو به چې هغۀ ته دا خبرونه رسئول نو هغۀ به له حسده لمبه کیدۀ. امام هم د مامون په وړاندې د حق له ویلو دریغ نۀ کولو او حق خبره به یې کوله چې په دې وجه هم له هغۀ سره د مامون کینه او میرڅی  زیاته شوه او بالاخره یې امام ته زهر ورکړل. ابا صلت چې د امام ملګرې و او د امام په جنازې کښې یې هم ګډون کړې ؤ وایی: له مرو څخه بغداد ته د ستنیدو په وخت مامون امام ته په انګورو کښې زهر ورکړل.  د امام پاک جسد په هماغه زیارت کښې چې هارون پکښې ښخ ؤ د هارون د قبر مخې ته خاورو ته وسپارل شو د امام د شهادت نیټه د هجرت د 203 کال د صفر د میاشتې ورستۍ ورځ وه په دا وخت د امام عمر 55 کاله ؤ. د هغۀ په پاک روح دې سلام وی.

د تاریخونو چپتیا او تحریف د دې سبب شوی چې د مامون عباسی په شمول د ځنو ظالمانو واکمنانو ظلمونه راتلونکو نسلونو ته ښکاره نشی. مامون په خپل رذالت او چل ول سره نۀ یوازې امام ته زهر ورکړل بلکې د امام ډیر خپلوان پلویان او علویان یې هم ختم کړل یا یې دشتو، غرونو او نورو ښارونو ته وشړل او ژوند یې پرې دومره سخت او تنګ کړو چې هغوی پټ په پټه یو خوا بلخوا وتنبیدل او ځینې شهیدان شول د هغوی د اکثرو د ژوند د تاریخ هیڅ پته نشته.

captcha