IQNA

د امام رضا علیه السلام څو مطلبی خبرې

1:01 - December 12, 2015
د خبر لمبر: 3462171
دینی ډله: د امام رضا علیه السلام د اسلامی ادابو او د انسان کمال ته رسیدو لپاره یو څو مطلبی خبرې.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ډله(ایکنا) راپور له مخې، د امام رضا علیه السلام د اسلامی ادابو او د انسان کمال ته رسیدو لپاره یو څو مطلبی خبرې.

1:  انسان د خپلې ژبې لاندې پټ دی او په خپلو خبرو سره پیژندې شی.
2:  له هر یو کاره مخکښې غور تدبیر او پلان جوړول انسان له پښیمانۍ ساتی.
3: له بدو او خرابو کسانو سره ملګرتیا او ناسته پاسته په ښو او نیکو خلقو باندې د بد ګمانۍ سبب کیږی.
4: څوک چې د ځان قدر وپیژنی نۀ هلاکیږی.
5:  هدیه او تحفه، کینې او دښمنۍ له مینځه وړی.
6: په قیامت کښې به هغه کس ماته ډیر نزدې وی چې اخلاق یې ښۀ وی. او له خپلې کورنۍ سره نیک وی.
7: د خدای له بندګانو سره دښمنی د اخرت لپاره ډیره بده توښه ده.
8: څوک چی یو مسلمان سره خیانت وکړی، زمونږ نه نۀ دی.
9:  مومن چې کله غصه شی نو غصه یې د حق له خیال ساتلو او د خدایې له حدونو نۀ تیروی.
10: خدایې پاک قیل و قال (چټی بحث)، د مال بې ځایه خرچ کول، بې ځایه پوښتنې نۀ خوښوی.
11: له خلقو سره مینه کول نیم عقل دی.
12: تر ټولو سخت کارونه درې دی. انصاف او حق خبره(که څه هم د ځان په خلاف وی) په هر حالت کښې خدایې یاد ساتل، له ایماندارو وروڼو سره په مال کښې مرسته کول.
13: قران د خدایې کلام او خبرې دی، له دې مۀ تیریږئ او په بل څۀ کښې هدایت مۀ لټوئ ګمراه به شئ.

captcha