IQNA

نایجېریا کې د شیعیانو قتل د غمجن خالی ورځ پټ لاسونه

5:09 - December 15, 2015
د خبر لمبر: 3463220
نړیواله ډله: د نایجېریا ځواک، د خالی په شپه(د آذر میاشتی ۲۱ تاریخ) باندې د نایجېریا شیعیانو لارښود کور باندې برید کې په لسونو کسان شهید او ژوبل کړی.


قرآنی خبر خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د العالم ټی وی چینل نه په نقل، د نایجېریا ځواکونو، زاریا ښار کې به بقیة الله حسینیه هغه وقت حمله وکړه چې دا کسان د بوکوحرام په حمله کې شهید شوی کس جنازی لپاره په دغه حسینیه کې غونډ شوی وو.

بوکوحرام، د ترهګرو ډله ده چې مشر یی څه موده مخکې د داعش خلیفه ابوبکر بغدادی په لاس باندې بیعت کړی وو.

الوقت انټرنیټی پاڼی د یو عینی شاهد نه نقل کړی چې هغه په کې تاکید کړی چې د نایجېریه ځواکونو په بقیة الله کې جنازه کوونکو باندې ډزی وکړی او تقریبا ۳۰ کسان یی ژوبل کړل.

ناصر عمر تسافی، د اسلامی غورځنګ مشر هم خبر ورکړی چې جنازه کوونکو نه ۷ کسان هم په ځۍ شهیدان شو او څلور تنه د نایجېریا ځواکونو له اړخه روغونتون ته وړولو نه مخنیوی په سبب شهید شو.

زینه ابراهیم، د شیخ زکزاکی ښځی د آسوشیتد پرس خبرونو سره ټیلفونی مرکه کې وویل دا حمله د خالی د شپی راسی شروع شوی او د اتبار سحر پوری یی ادامه لرله چې په کې تقریبا ۳۰ کسان زخمی شوی.

عینی شاهدانو تاکید کړی چې ۱۲ کسان د شیخ زکزاکی منوونکو نه په دی برید کې وژلی شوی.

یو عینی شاهد وویل: تقریبا ۲۰ کسان چې ځان یی دې بلا ته نیولی وو، د نایجېریا ځواکونو په ډزو لګېدلی چې ځنې په کې سخت دی او ځواکونه د هغی روغونتون ته د وړلو اجازت نه ورکوی.

لندن کې اعتراض کوونکو غونډه

ړومبنۍ اعتراض د نایجېریا حملی باندې د انګلیس پای تخت لندن یو شمېر خلکو د نایجېریا کمشنری مخې ته اعتراضی غونډه بیل کړه.

شیخ زکزاکی د نایجېریا حکومت فسادی سیاست باندې نیوکه کړی وه او د نایجېریا له صهیونیستو سره اړیکو او د امنیتی سازمانونو سره دو اړخیزی اړیکې او د نایجېریا د ځواک ځنی قوماندانو له بوکوحرام سره اړیکو په اړه یی خبری کړی وی.

د نایجېریا د ځواک له شیعیانو قتل کولو توجیه ادعا رد کول

په دغه هیواد کې د شیعیانو قتل کولو نه پس شیعیانو د نایجیریا ځواکونو دا ادعا رد کړی او سوال یی مطرح کړی چی څه رنګ کېدلی شی چې ښاریان د ځواک یو مشر مړ کړی او د ځواک هیڅ یو کس ژوبل نشی؟

سرګزد سانی عثمان، د نایجېریا ځواک غړی خپل یو پیغام کې چې د خپل ځانګړی فیس بک پاڼې او د ټوئیټر او د ځواک رسمی ویبپاڼې باندې دا تور په شیعیانو باندی لګولی.

سره د دې، د نایجیریا ځواک یوه بیانیه کې اعلان کړی: شیعیانو د خپل لارښود ابراهیم زکزاکی په وینا باندې د ځواک لوې در ستېز کاروان باندې حمله کړی هغه له ۷۴ کسانو سره د شیهو ادریس کتنی لپاره روان وو چې د شیعیانو په سلګونو وسله والو پری په لاره کې حمله وکړه، او د هغی تیت او پرک کولو لپاره هیڅ لاره نه وه، هغی له دی اقدام نه پس خطرناک مواد کاروان غاړی راوېشتو او ډزی وکړی.

د نایجېریا اسلامی غورځنګ دا ادعا رد کړی او دا یی دروغ ګڼلی او دا سوال کولو سره چې څه رنګ کېدلی شی چې ښاریان د ځواک یو مشر مړ کړی او د ځواک هیڅ یو کس ژوبل نشی؟ اعلان یی کړی چې د اسلامی غورځنګ ځنو غړو د ربیع الاول چې د پیغمبر صلی الله علیه و آله د زوکړی میاشته ده د خوشحالۍ نه راغونډ شوی وو چې اسله وال کسان بقیة الله حسنیه ته راغلل او ډزې وکړی.

د حملې پروګرام له مخکې نه تیاروو

دې غورځنګ وویل: دا څه چی وویل شو مونږ دا باور لرو چې ځواکونو د حمله پروګرام مخکې نه تیار کړی وو او د ځواک د حکم پر اساس عمل کولو ځکه چې هغی له فلم اخیستلو او انځور اخیستنو سره دې سیمې ته راغلی وو.

د دې غورځنګ غړی وویل: د نایجېریا د ځواک مشر کوکا شکا، یوې بیانیه کې ادعا کړی چې شیعیانو د لوې در ستېز کاروان باندې حمله  کړی نو سوال دا دی چې که چرته دا حمله شوی وې نو ولی د ځواک یو غړی په کې نه دی ژوبل شوی، دا څه چې وشو ترې څرګنده ده چی د نایجېریا ځواک له اړخه شیعیانو باندې د ترهګری ړومبنۍ حمله وه.

د شیخ زکزاکی نه پوښتنه / د هغه قسمت نامعلوم دی

نایجېریا کې د بشر حقوق فعالانو له دی پېښی نه پس د ابراهیم خبر واخیستلو، خو ولی د نایجیریا پوهنتون استاد یهودا امام د العالم چینیل سره مرکه کې وویل: د شیخ ابراهیم زکزاکی په اړه صحیح معلومات نشته، ځکه چی هغه غایب شوی او تر اوسه د هغه د ځای پته نه لږی.

یهودا امام وویل: د شیهدانو او د مړینو او ژوبل شوې کسانو شمېر به سلګونو دی، ځکه چې په زرګونو خلک حسینیه کې وو او تېر شپه یی د حسینیه ویجاړلو لپاره د خلاصیدلو مواد نه استفاده کړی وه.



http://www.iqna.ir/fa/News/3462830

captcha