قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «Oxford Mail» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله او د حضرت عیسی علیه السلام د زوکړې کلیزه اختر رسیدو سره د اکسفورډ دینی عالمانو له مسلمان او مسیحیانو یو غونډه نظر لری چې سره یوځای د دې دواړو الهی پیغمبرانو نه لمانځنه لپاره مراسم پیل کړی. مارتین ګوریک، د آکسفورد کلیسا اسقف مرستیال او د اکسفورډ مسلمانانو ټولنې جومات امام منور حسین سره یو بیانیه کې اعلان کړی چې دا مراسم به د دی میاشتې دریم تاریخ باندې د آکسفورډ مرکزی جومات کې پیل کېږی. د اهل سنتو روایت په رڼا کې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله زوکړې اختر په ۱۲ ربیع الاول دی، چې د دې کال ۲۴ دیسمبر ورځې سره چې د عیسی علیه السلام د زوکړې شپه ده سمون لری. کشیش ګوریک د مبارکې وړاندې کولو سره دا دواړه اخترونه یوځای پیل کولو د دې دواړو توحیدی دینونو ترمنځه د خبرو اترو لپاره یو ښه دلیل وټاکلو. هغه وویل: مونږ د دینونو مشران په آکسفورد کې اکثره له یو بل سره کتنه او غونډې د دینونو په اړه پیل کوو او دارنګه د دینونو ترمنځه مشترکات مونږ یو لوی فرصت او ارزښت د دینونو ترمنځه د پیوستون او وحدت لپاره ګڼو. په حقیقت کې زمونږ شعار «اتحاد د نفرت په مقابله کې، یو یووالی د سولې لپاره» دی. منور حسین د آکسفورد جومات امام هم په دې اړه وویل: په دې ورځو کې مسیحی روڼه او خویندو سره مونږ په دې ښار کې او په ټوله نړۍ کې د کریسمس اختر لمانځو، مونږ د دې سعید پېښی په اړه مسیحیانو ته مبارکې وړاندې کوو او د هغوی لپاره ښه هیلې لرو.