IQNA

د مالیزیا قرآن مقابلو کې د اروپایی مقابله کوونکو زیاتوالي

0:25 - April 28, 2016
د خبر لمبر: 3480002
نړیواله ډله: اووه هیوادونه لومړي ځل لپاره د مالیزیا قرآن کریم قرائت او حفظ نړیواله مقالې کې ګډون کوې چې په دې اساس د اروپایی مقابله کوونکو شمېر د مقابلو په دې دوره کې زیات شوې دې.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د (Bernama) مالیزیا خبرونو نه په نقل، د مالیزیا د اسلامي پراختیایي سازمان عمومي منشي عثمان مصطفی، اعلان کړې: دا هیوادونه استرالیا، هلند، هنګ‌کانګ، بلژیک، اسپانیا، انګلیس او سوئد دې چې له دې نه هر یو هیواد به یو ښځه او یو سړي غړي د دې مقابلو لپاره را لېږي.

هغه وویل: دې مقابلو کې چې د ۱۳ نه تر ۱۸ اردیبهشت پورې په کوالالمپور کې پيل کېږي تقریباْ ۶۹ هیوادونه به ګډون کوې چې ځنې به د قرائت برخه کې، ځنې نور د حفظ برخه کې او د ۲۶ هیوادونو نه به په هر دواړه برخو کې کسان ګډون کوې.

د قرائت برخه کې د مالیزیا غړي عین الدین حلمی له کلانتان ولایت او نور غذرا ایوب له جهور ولایت نه ګډون کوې چې د دغه هیواد د قرآن قرائت سراسري مقابلو ۵۹ دوره مقابله ګټونکي وو.

د حفظ برخه کې هم محمد عمر موسی له سلانګور او د کوالالمپور نه فریحه ذوالکفلی د مالیزیا غړي دې چې د دغه هیواد حفظ مقابلو په ۳۷ دوره کې لومړي مقام ترلاسه کړي وو.

عثمان همدارنګه وویل: دا مقابلې چې «يووالي؛ د ملي پرمختیا نبض» شعار سره پیل کېږي او ۱۵ داوران به له مصر، عربستان، قطر، لبنان، اردن، اندونزی، برونئی، تایلند او مالزی نه د مقابلو قضاوت کوي.

د مالیزیا باچا عبدالحلیم معظم شاه به د دې مقابلو پرانیستا مراسمو او تر پایی رسېدو مراسمو کې ګډون کوي.

د مقابلو په اخیره کې به مقابله کوونکې ته د منښتلیک سره د نغدو پیسو او د نورو جایزې ورکولو سره لمانځلې کېږي.

تېر کال د مالیزیا قرآن نړیواله مقابلو کې د ایران غړې قاری مهاجر الی الله محسن حاجی حسنی کارګر وو چې د قرائت مقابله کې یی لومړي مقام ترلاسه کړي وو.

http://iqna.ir/fa/news/3492155


captcha