IQNA

دبی جایزه قرآن نړیواله مقابلو ۲۰ دورې پيل کېږي

2:55 - June 17, 2016
د خبر لمبر: 3480078
نړیواله ډله: دبی جایزه قرآن نړیواله مقابلو ۲۰ دورې فعالیتونه له ۲۴ خرداد نه شروع کېږي.
دبی جایزه قرآن نړیواله مقابلو ۲۰ دورې پيل کېږي

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الامارات الیوم ویبپاڼې نه په نقل، د دبی جایزه قرآن نړیواله مقابلو ۲۰ دوره له ۷ نه تر ۱۸ رمضان المبارک پورې د دبی صنعت او تجارتي سالون کې د ټول قرآن حفظ برخه کې پيل کېږي.

هم په دې اړه د دې مقابلو پیل کوونکې کمېټه د داوران کمېټه سره یو غونډه د دبی د حاکم په انساني او کلتوري چارو کې صلاح ورکوونکې او د پيل کوونکې کمېټې مشر ابراهیم محمد بوملحه په شتون کې پيل کړه.

د پيل کوونکې کمېټې غړې او د دبی جایزه قران موسسه بشري سرچینو او معلوماتي ټکنالوژۍ څانګې مشر محمد عبدالرحیم سلطان العلماء به دې غونډه کې د داوران قانون او د دې مقابلو نور ځنې خاص او اساسي قانون وړاندې کړو.

په دې غونډه کې همدارنګه له شام نه د داورانو د کمېټه مشر په توګه امین رشدی سوید او د عربستان عادل بن ابراهیم محمد رفاعی د داورانو کمېټه نایب مشر په توګه انتخاب شو.

د دبی جایزه قرآن موسسه بشري سرچینو او د ټکنالوجۍ اطلاعاتو مشر محمد الحمادي هم په دې غونډه کې د مقابلو داوري او داوري کې د استفاده کوونکو څیزونو په اړه توضیح ورکړه او د داورانو د کمېټه د غړو د پوښتنو ځوابونه یی ورکړل.

د دبی جایزه قرآن نړیواله مقابلو شلمه دوره کې ګډون کوونکې پلاوی چې تراوسه اماراتو ته راغلې دې له دبی جایزه قرآن نړیواله موسسه مرکزي دفتر، د «السلام علیک أیها النبی(صلی الله علیه و آله موزې، د شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان مصحف مرکز نه او د خطي قرآن محمد بن راشد مرکز نه کتنه کړي.

له دې نه مخکې د ۹۱ هیوادونو او اسلامی اقلیتو، د دبی جایزه قرآن نړیواله مقابلو شلمه دوره کې د خپل ګډون اعلان کړي وو.

«عادل بن إبراهيم محمد رفاعي» له عربستان، «شيخ علي حسن عبدالله آل علي» له امارات، «شيخ أيمن أحمد أحمد محمد سعيد» له مصر، «شيخ عبدالعزيز فاضل مطر فهد العنزي» له كويت، «شيخ أيمن رشدي سويد» له شام او «شيخ علي محمد الزين مبروك» له سودان نه د دبی جایزه قرآن نړیواله مقابلو شلمې دورې کمېټه کې شامل دي.

دبی جایزه قرآن نړیواله مقابلو سره د «ښکلې آواز» عنوان لاندې یوه بله مقابله د دبی جایزه مقابله ګټونکو نه ۱۰ کسانو ترمنځه پیل کېږي، چې که «شیخ أسامة الصافي» او «شيخ عبدالعزيز حسين الحوسني» له مارات او «شيخ عبدالرزاق عيطان الدليمي» له عراق نه د دې مقابلې داوران دي.

مجتبی علیرضالو د مقابلې دې دوره کې د جمهوری اسلامی ایران له اړخه د قرآن کریم ټول حفظ مقابله کې ګډون کوې.

http://iqna.ir/fa/news/3506222


captcha