IQNA

ایکنا سره مرکه کي سرابی وویل:

د جنوب ختیځ آسیا لوستونکو لپاره د مصحف چاپ

12:26 - July 13, 2016
د خبر لمبر: 3480117
د جنوب ختیځ آسیا لوستونکو لپاره د مصحف چاپ

ادبی ډله: د جمهوری اسلامی ایران قرآن نشر و طبع مرکز مرستیال وویل: د عرب لوستونکو لپاره مناسب قرآن برابرولو څخه ورستو د جنوب ختیځ آسیا لوستونکو لپاره خاص اعراب او نسخ سره د جمهوری اسلامی مصحف جوړولو ته چمتو یو چې ډېر زر به خپور شي.

د جمهوری اسلامی ایران قرآن نشر و طبع مرکز مرستیال سید علی سرابی، له قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنې(ایکنا) سره مرکه کې وویل چې د عرب لوستونکو لپاره مناسب قرآن برابرولو نه ورستو د جنوب ختیځ آسیا لوستونکو لپاره د خاص اعراب او نسخ خط پر اساس د جمهوری اسلامی مصحف ته چمتو یو او ډېر زر به خپور شي. هغه څرګنده کړه: د مختلفو هیوادونو خلک لوست لپاره مختلفې اړتیاوې لري او د مصحف ضبط کول باید د هغه سیمې ژبې سره مناسب وې، نو ځکه په لومړي ګام کې د نور هیوادونو لپاره او د هیواد نه بهرنې مسلمانانو لپاره او د اسلامی نړۍ درې هیوادونو لپاره د مصحف جوړولو ته چمتو شو.

هغه زیاته کړه: اسلامی نړۍ مونږ په درې سیمو لکه عربی، فارسی او جنوب ختیځ آسیا(شبه قاره هند، بنګلادش، پاکستان او ختیځې سیمې لکه اندونیزیا او مالیزیا) کې تقسیم کړې، لومړۍ مرحله کې عربی سیمو کې رایج ضبط مو په مصحف باندې پیاده کړې چې تقریباْ ۵۰۰ زره چاپ نسخې عربی هیوادونو کې ووېشلې شو او د نشر اختیار یی له نور هیوادونو ته لکه لبنان کې ناشرانو ته ورکړلې شوي چې د اړتیا په وخت یی نشر کړې.

سرابی وویل: بل ګام دا دی چې د جنوب ختیځ اسیا لوستونکو لپاره مناسب مصحف چاپ کړو، دا سیمه د خاص خط، نسخ او ځانګړې ښکلې خط لرې او اوس مونږ د دغه هیوادونو د نسخ پر اساس مصحف جوړولو او د دغې سیمې سره مناسب اعراب لګولو کې مشغول یو چې ان شاء الله ډېر زر به تیار شي.

http://iqna.ir/fa/news/3509160


captcha