قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د GMnews خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، په دې بیانیه کې راغلې: دغه ترهګر چې دارنګه جنایات د بشریت خلاف ترسره کوې له دین نه خبر نه دې او دوې یو شیطاني ډله او منحرفه ډله ده چې د نړۍ خلکو کې د ډله ډلبندۍ تخم شیندلو هڅه کوې.
دې بیانیه کې نور راغلې: ټول دینونه د سولې، مهربانۍ، عشق او نور ته د صبر او اړمنو سره د مرستې ویانده دی، مونږ په دې وسیله له نورو دینونو مشرانو له اسلام نه حمایت کولو باندې مننه کوو.
همدارنګه بیانیه کې زیات شوې: ټول تاوتریخوالي چې د دین په نوم یی ترسره کوې او د خلکو ترمنځه ډله ډلبندۍ ته لمنه وهې محکوم کوو.
د نیوجرسی اسلامی موسسو په بیانیه کې تاکید وکړو: مونږ اجازت نه ورکوو چې ترهګرې، تاوتریخوالي او نفرت له عشق او محبت چې مونږ له یو بل سره لرو زیات شي.
د محصلانو انجمن اهل البیت علیهم السلام، الهدی اسلامی مرکز، التوحید اسلامی مرکز، د امریکې مسلمانانو ایتلاف، د ډیموکراسۍ لپاره د امریکا مسلمانانو ایتلاف، ولګې سره مقابلې لپاره د امریکې مسلمانانو اتحادیه هغه موسسې دې چې د دې ایتلاف غړې دې او د مختلف اسلامی مذهبونو منونکې دې.
د امریکا اسلامی اړیکو شورا، اسلامی مرکزونه او د نیوجرسی سراسر جوماتونه، د امریکا شیعیانو اړیکو شورا، د امریکا شمال شیعه انجمن، بیت القائم او د مسلمانانو چینل نورې هغه موسسې دې چې د دې ایتلاف غړې دې.
ایتلاف ترکی او نورو هیوادونو کې د داعش ترهګرو بریدونه محکوم کړل او له نیوجرسی ټولو جوماتونو او اسلامی مرکزونو نه یی غوښتنه وکړه چې مختلف پروګرامونه پیل کولو سره دې په دې پېښو کې قرباني شوې او د هغې کورنۍ دې ولمانځلې شي.
http://www.iqna.ir/fa/news/3514739